کندهار (پژواک، د وږی لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د کندهار په اداري جوړښتونو کې د نوې اضافه شوې ولسوالۍ «لوړ شاولیکوټ» د کجور سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې له مخابراتي خدمتونو بېبرخې دي.
هغوی له حکومته غواړي چې د دوی په سیمه کې مخابراتي شبکې فعالې کړي.
هغوی وايي، په دې سیمه کې له ۱۰ زرو ډېرې کورنۍ ژوند کوي چې له خپلو خپلوانو سره د اړیکو نیولو لپاره د ولسوالۍ تر مرکز پورې موټر کې شاوخوا پنځه ساعته مزل کوي.
د کجور سیمې یوه اوسېدونکي محمداشرف پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې يې مخابراتي شبکې کار نه کوي او خلک د اړتیا په وخت کې د ولسوالۍ مرکز ته ځي چې د موټر شاوخوا پنځه ساعته لار ده.
هغه زیاته کړه چې په دې سیمه کې له ۱۰ زره ډېرې کورنۍ ژوند کوي او ټول له مخابراتي خدماتو بې برخې دي.
د دې سیمې یوه بل اوسېدونکي حاجي محمداسلم هم وویل، سیمه کې يې مخابراتي شبکې کار نه کوي او د اړیکو نیولو لپاره په موټر کې څو ساعته مزل کوي او د ولسوالۍ مرکز ته ځي.
هغه زیاته کړه: «زموږ نه لار سمه ده او نه مخابراتي شبکې لرو، د اړیکو نیولو لپاره تر څلور ساعته ډېر مزل کوو او د ولسوالۍ مرکز ته ځان رسوو.»
هغه وايي، په سیمه کې د مخابراتي خدماتو پيل به له یوې خوا د خلکو په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کړي او بلخوا به د مالیاتو له لارې د حکومت بودجې ته هم ګټه ورسېږي.
بلخوا د کندهار د مخابراتو ریاست مسوولین د لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ د کجور سیمې د خلکو شکایتونه مني، خو وايي، دا مهال د دغه ولایت په ټولو ۱۹ ولسوالیو کې مخابراتي خدمات فعال دي.
د دغه ولایت مخابراتو رییس ملا نورالله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی هڅه کوي چې د ولسوالیو تر لرې پرتو سیمو په خاص ډول تر کجور سیمې پورې هم مخابراتي خدمات وغځوي.
هغه وایي: «په کجور سیمه کې رښتیا هم ډېری خلک له دې مشکل سره مخ دي هلته مخابراتي شبکې نشته.»
هغه زیاته کړه، د دې موضوع په اړه يې د مخابراتي شبکو له استازو سره خبرې کړې دي او ژمنه ورسره شوې چې په نږدې راتلونکې کې به دغه ستونزه حل شي.
د یادونې ده، د تېرې شل کلنې جګړې له امله د هېواد ډېری سیمې له مخابراتي پوښښه پاتې دي او خلک له حکومته غواړي چې دوی ته مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP