ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان اوسېدونکي معیاري روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د نورستان اوسېدونکي معیاري روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
26 Aug 2023 - 18:31
د نورستان اوسېدونکي معیاري روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
26 Aug 2023 - 18:31

پارون (پژواک، ۴وږی ‍۱۴۰۲): د نورستان ولایت یو شمېراوسېدونکي، معیاري روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وایي چې د ولایت په کچه معیاري روغتون شتون نلري، حکومت باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

خو مسوولین بیا وایي، هڅې روانې دي څو نورستان کې د ولايت په کچه معیاري روغتون جوړشي.

د نورستان مرکز پارون يو اوسېدونکى سلمان وايي، نورستان کې د ولايت په کچه معیاري روغتون نه شته او په مرکز پارون کې روغتون له ولسوالۍ هم په ټيټه کچه خدمات وړاندې کوي چې له امله يې دوى ځيني ناروغان نورو ولايتونو ته لېږدوي.

د هغه په خبره، له يوې خوا د نورستان سړکونه خامه دي او بلخوا خلک هم بې‌وزله دي او نه شي کولاى خپل ناروغان د نورو ولايتونو روغتونونو ته ولېږدوي.

د نورستان ولايت یو بل اوسېدونکى عنايت‌الرحمن رحماني وايي، په ټولو ولايتونو کې ولايتي روغتونونه شته چې خلک ځيني ناروغان له ولسواليو هلته وروړي خو د نورستان په مرکز کې د ولسوالۍ له کچې هم په ټيټه کچه روغتون دى چې خدمات يې هم په غيرمعياري ډول وړاندې کېږي.

د مرکز پارون روغتون سرطبيب ډاکټر شکرالله اتيکان وايي، د دوى روغتون له ډېره وخته په غيرمعياري ودانۍ کې خپلې چارې مخې ته وړي، خو اوس يې وضعيت له پخوا ښه شوى؛ درمل او د پرسونل معاشونه يې پر وخت ورکول کېږي.

د هغه په خبره، د ولايتي روغتون کچې ته د دغه مرکز لوړول هم اړين دي، خو په اوسنۍ کچه د دوى خدمات او پرسونل پوره دى او ياده برخه کې په اوس وخت کې کومه ستونزه نه لري.

هغه مني چې اوسنى روغتون له ولسوالۍ څخه هم په ټيټه کچه خدمات وړاندې کوي او که د ولايت کچې ته لوړ شي دا به د خلکو پر ژوند مثبت اغيز وکړي.

د نورستان عامې روغتيا ریيس مولوى نقيب‌الله نوري وايي، په دغه ولايت کې ټولټال اووه دېرش روغتيایي مرکزونه شتون لري چې پکې يوازې درې روغتيايې مرکزونه د ولسوالۍ د کچې او پاتې نور له هغې څخه هم په ټيټه کچه دي.

هغه وایي چې د دوى هڅې روانې دي څو په نورستان کې د ولايت په کچه روغتون جوړ کړي.

د هغه په خبره، دوى د اوس لپاره ځيني هغه ناروغان چې نورستان کې یې درملنه شونې نه ده، د کونړ ولايتي روغتون ته لېږدوي.

د نورستان اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت له مرکز پارون څخه، د کونړ تر مرکز اسعداباد پورې څه باندې ۱۰۰ کيلومتره لار ده چې د سړکونو خرابوالي له امله يې موترچلوونکي په شپږ ساعتونو کې طې کوي .

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.