ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې تازه پخلا شوې دوه دښمنې کورنۍ اوس نږدې دوستانه اړیکې لري

کندهار کې تازه پخلا شوې دوه دښمنې کورنۍ اوس نږدې دوستانه اړیکې لري

author avatar
26 Aug 2023 - 16:39
کندهار کې تازه پخلا شوې دوه دښمنې کورنۍ اوس نږدې دوستانه اړیکې لري
author avatar
26 Aug 2023 - 16:39

کندهار (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): کندهار کې په دې وروستیو کې د خلکو او کورنیو ترمنځ د شخړو هواري برخه کې هڅې ډېرې شوې چې ډېر رول په کې قومي مشران او دیني عالمان لري.

د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکي محمداکرم او حاجي اسدالله د دوو هغو کورنیو مشران دي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې یې د قبایلو او سرحدونو چارو ریاست له خوا د قومي مشرانو او دیني عالمانو په همکارۍ پنځلس کلنه دښمني پای ته ورسوله.

محمداکرم وايي، له هغه وروسته چې دښمني یې له منځه تللې، پر ژوند پوه شوی او یو نوی ژوند یې پیل کړی دی.

د هغه په وینا، اوس له مقابل لوري سره نه یوازې دا چې دښمني نه لري، بلکې ښه دوستان هم دي.

هغه وویل: «د خدای پاک ډېر شکر ادا کوم چې اوس موږ ډېر ښه دوستان یو، زه هر وخت کوښښ کوم چې داسي څه وکړم چې د پخوانۍ دښمنۍ جبران وکړم؛ ځکه هغه وخت چې زه را په یاد کړم، ډېر افسوس کوم چې له لاسه مو ډېرې خطاوې وشوې.»

د بلې کورنۍ مشر حاجي اسدالله هم وایي، ډېر خوشاله دی چې دښمني یې له منځه تللې ده او اوس مهال په ارامه ژوند کوي.

د هغه په وینا، شاوخوا ۱۵ کاله مخکې یې د ځمکې پر سر شخړه وشوه چې وروسته یې ترمنځ مړي او ټپیان هم وشول.

هغه زیاته کړه: «زه اوس د هغه وخت ناخوالې بېخي یادولای نه شم؛ زموږ څخه ډېرې لويې غلطۍ وشوې خو اوس شکر دی هر څه سم دي او یو بل ته هیڅ په زړه کې نه لرو، د مشرانو یې کور ودان چې زموږ جوړه یې وکړل.»

دیني عالمان او قومي مشران بیا غوښتنه کوي چې پر کوچنیو موضوعاتو باید هیڅکله داسې شخړې رامنځته نه شي چې د لویو دښمنیو لامل شي او وروسته دواړه لوري له لویو مالي او ځاني زیانونو سره مخ شي.

د کندهار یو دیني عالم مولوي عبدالقوي په دې اړه وايي: «اسلام همېشه پر نرمۍ ټینګار کړی، نو هیڅ مسلمان باید له بل مسلمان سره شخړه یا جنجال ونه کړي؛ ځکه ډېر کوچني جنجالونه اکثره وخت لویو دښمنیو ته رسېږي.»

دی وايي، لومړی خو کوښښ وشي چې جنجال پېښ نه شي او که پېښ هم شي نو باید ژر حل شي او د لویو دښمنیو مخه ونیول شي.

د کندهار د میوند ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي حافظ الله هم وایي، کله چې د دوو کسانو یا کورنیو ترمنځ کومه ستونزه رامنځته کېږي باید دوی یې قومي مشرانو او دیني عالمانو ته راجع کړي څو د لا ډېرېدو مخه یې ونیول شي.

هغه زیاته کړه: «موږ په هر مجلس کې ټینګار کړی، کله چې یو مشکل راځي باید هغه ژر تر ژره قومي مشرانو او عالمانو ته راجع شي نو بیا به داسې دښمنۍ نه رامنځته کېږي چې کلونه کلونه دوام لري.»

بلخوا، د کندهار د سرحدونو او قبایلو ریاست مسوولین وایي، په روان کال کې يې لسګونه شخړې او منازعات حل کړي او د ډېرو کورنیو دښمنۍ یې پر دوستۍ بدلې کړې دي.

د سرحدونو او قبایلو رییس ملا اغاجان اخند وايي: «موږ روان کال کې کندهار کې ۵۵ شخړې او دښمنۍ حل کړې دي، په دې کې نو داسې دښمنۍ او بدۍ هم وې چې تر لس – شل کاله یې ډېر وخت کېده.»

مسوولین وایي، د شخړو د حل په برخه کې یې فعالیتونه ګړندي شوي او په دې برخه کې قومي مشران او دیني عالمان مهم رول لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.