ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه

نیمروز کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه

author avatar
27 Aug 2023 - 16:30
نیمروز کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه
author avatar
27 Aug 2023 - 16:30

زرنج (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): جرګه هغه ټولنیز جوړښت دی چې له لارې یې له پخوا راهیسې په ټولنه او کورنيو اختلافات حل کېږي؛ په دې وروستيو کې په نيمروز کې د جرګې له لارې د دوو وروڼو ترمنځ هغه دښمني چې تر شا یې د څلورو کسانو د قتل موضوع پرته وه، پای ته ورسېده.

په یاد ولایت کې د ځایي سرچینو معلوماتو له مخې، شاوخوا يوه اونۍ مخکې د نيمروز په دلارام ولسوالۍ کې د عبدالستار او عبدالمنان په نومونو د دوو وروڼو او د هغوى د کورنيو ترمنځ وروسته له هغه جګړه او دښمني پيل شوه چې يوه غړي يې يو موبايل وموند.

دغه سرچینې وايي، دې دښمني یوه اونۍ دوام وکړ او له امله یې د دغو دوو کورنیو څلور غړي ووژل شول، خو د سیمې مسوولینو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو مداخله وکړه او د جرګې په جوړولو سره یې د دغو دوو کورنیو ترمنځ سوله وکړه.

د جرګې غړي: که جرګه نه وای جوړه شوې، د دواړو کورنیو ترمنځ دښمنۍ به لا د بدو پایلو لامل شوې وه.

د نیمروز د دلارام ولسوال ملا ګل‌نبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوه اونۍ مخکې د عبدالستار او عبدالمنان په نومونو د دوو وروڼو ترمنځ نښته رامنځته شوه؛ اصلي لامل یې دا وو چې له دغو وروڼو یوه یې مبایل پیدا کړی و.

هغه زیاته کړه: «یوه اونۍ وړاندې د دواړو وروڼو ترمنځ د یوه موبایل له پیدا کېدو وروسته جګړه رامنځته شوه او د شریعت له مخې کوم څیز چې چا وموند باید اعلان یې وکړي، خو دا کوچنۍ موضوع د دواړو وروڼو ترمنځ لویه شوه او د قتل او وینې تویولو لامل شوه، هغوی یو بل په لرګيو او چاقو ووژل.»

د یادې دښمنۍ پای ته رسولو لپاره د جوړې شوې جرګې غړی ګل‌نبي وایي: «دغو دوو وروڼو څلور څلور زامن درلودل چې په دې شخړه کې یو ورور او یو زوی یې او د بل ورور دوه زامن وژل شوي دي او شخړه پر لویه دښمني بدله شوه.»

د نوموړي په وینا، د دې دښمنۍ په پایله کې د عبدالمنان دوه زامن او عبدالستار او یو زوی ووژل شول.

د دلارام ولسوال وایي، کله چې له دې پېښې خبر شول، جرګه یې جوړه کړه څو له دواړو خواوو سره د دې دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي.

هغه وویل: «یوه بشپړه ورځ د دواړو کورنیو د ستونزو په اړه بحث وشو، تر دې چې جګړه یې په دوستۍ بدله شوه، له دواړو خواوو مو ژمنه واخیسته چې په راتلونکي کې له یو بل سره شخړه ونه کړي او دا موضوع په بشپړه ډول سوله‌ییزه حل شوه.»

یوه مخور ملا ګل‌نبي وویل چې اسلام د ورورولۍ، یووالي او برابرۍ دین دی، پر دغه اساس دا خپل مکلفیت ګڼي څو تر خپل حاکمیت لاندې سیمه کې د سولې او پخلاینې د کلتور پراختیا لپاره هڅه وکړي.

د دلارام ولسوال د سولې، یووالي او ورورولۍ زمینې برابرول د هر مسلمان مسوولیت بولي او ويې ویل: «اوس چې په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی، موږ ټول باید د یوه مسلمان په حیث د سولې په تامینولو او د خلکو ترمنځ د کرکې په له منځه وړو کې کوښښ وکړو.»

د هغه په وینا، دغه دوه وروڼه د درزي قوم اړوند دي او له کلونو راهیسې په دلارام ولسوالۍ کې ژوند کوي او پر کرنه بوخت دي، درزی قوم د دې ولسوالۍ له اصلي قومونو دی چې د دوی جګړې د خلکو پر روحیه باندې ډېر منفي اغېز کړی دی.

ورته مهال، د نیمروز د خاشرود ولسوال مولوي اسدالله سحر چې په دې جرګه کې یې ګډون درلود، وویل: «د مسلمانانو ترمنځ دښمني د راتلونکي نسل ترمنځ د نفاق لامل کېږي او د ټولنې نظم هم ګډوډوي، اسلام د مینې او دوستۍ دین دی، پر ټولو مسلمانانو لازمه ده چې وړې تېروتنې وبښي څو همدا وړې تېروتنې د لویو ګناهونو، دښمنیو او نفاق لامل نه شي.»

هغه چې په یاده جرګه کې یې د منځګړي رول درلود، دواړه کورنۍ سولې، ورورولۍ ته راوبللې او ویې ویل: «که موږ د تفاهم له لارې مسایل حل کولای، نن به د یوه موبایل له امله څلور کسان نه وژل کېدل.»

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «له نېکه ‌مرغه نن د دلارام د ځایي ادارې هڅو او د مشرانو د منځګړیتوب نتیجه کې د دوو کورنیو ترمنځ چې یوه وینه یې درلوده، لویه دښمني پر سوله واوښته او اختلاف یې له منځه لاړ او دواړو کورنیو د خلکو مخکې ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې یو بل ته زیان نه رسوي.»

ورته مهال، د درزي قوم استازي حاجي عبدالکریم دواړو کورنیو ته په خطاب وویل: «دښمني پرته له ویجاړۍ او تباهۍ بله پایله نه لري، که نن دا دښمني پای ته ورسېږي، نو راتلونکی نسل به مو په امن کې وي او د یو بل له لوري به تاسو ته خطر متوجه نه وي.»

د هغه په خبره، د دلارام ولسوالۍ قومي مشرانو د یادو کورنیو د اختلاف د حل لپاره خورا ډېرې هڅې وکړې څو دواړه کورنۍ له دښمنۍ تېرې شي او یو بل وبښي.

نوموړی وایي، د دغو دواړو کورنیو ترمنځ دښمني د کلي او ګاونډیو ارامښت هم له منځه وړی و.

د هغه په خبره، په افغانستان کې ۴۰ کلنې اوږدې جګړې ځوانانو ته روحي او رواني ناروغۍ پیدا کړې دي، په ډېره وړه خبره پر یو بل ګوزار کوي چې د وینې بهېدنې او اختلافاتو لامل کېږي.

د دې قضیې یو لوری: که مو له منطقه کار اخیستی وای او هلکان نه وای احساساتي شوي، نن به مو دغه حال نه و

عبدالمنان چې خپل دوه زامن یې له لاسه ورکړي وویل، پر یوې ساده موضوع یې له خپل ورور سره لانجه راغله، اوس پښېمان دی او غواړي دا دښمني پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه: «ما له خپلو دوو زامنو پرته خپل یو ورور او یو وراره هم له لاسه ورکړل، کاش داسې نه وای شوي، له منطقه مې کار اخیستی وای او هلکان نه وای احساساتي شوي، نن به په دغه حال نه وو.»

عبدالمنان په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې، خپلو خبرو ته دوام ورکړ، ویې ویل: «زما څلور د زړه ټوټې تر خاورو لاندې شوې، دا یو ډېر دروند درد دی، موږ د یو بدن غړي یو، باید سوله وکړو، د دې جګړې پای ته رسېدل د دواړو کورنیو په ګټه دي؛ ځکه زموږ راتلونکی نسل به په نفرت او کینه کې رالوی شي او خطرناک راتلونکی به ولري، له همدې امله باید قتلونه وبښو او د خدای امر هم دی، لکه چې فرمايي: والصلح خیرا، باید عملي یې کړو.»

نوموړي وویل، د مجلس او خلکو ترمخ یې ژمنه وکړه چې په بشپړ صداقت او نېک نیت به دښمنۍ ته د پای ټکی ږدي او نور به له یو بل سره د صمیمیت ژوند کوي.

هغه او نور مشران د دې په څېر له نورو هغو کورنیو چې له یو بل سره دښمني لري، غواړي چې دښمني له منځه یوسي او سوله وکړي؛ ځکه په جګړه کې یو لوری هم بریالی نه دی.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.