پلعلم (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ولایت په کچه د والیبال سیالۍ د ۳۸ غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ چې دوه اونۍ یې دوام وکړ، د لوګر ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ۳۸ غوره لوبډلو په کې ګډون کړی و.
نوموړي زیاته کړه: «دغه سیالۍ د والیبال فدراسیون په همکارۍ پيل شوې وې چې اصلي موخه یې والیبال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او د ورزشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول وو.»
نعیمزي وویل، د ترسره شوو سیالیو پایلوبې ته د لوګر اتلانو او تنګي سټار لوبډلو لاره موندلې وه چې لوګر اتلانو والیبال لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ۳ پر ۱ ماتې ورکړي او د سیالیو اتلولي خپله کړي.
هغه زیاتوي، هڅه کوي لوګر ولایت کې د والیبال ورزش ته وده ورکړي او د ورزشکارانو پر وړاندې شته ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.
بلخوا، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي عبدالرحیم پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ولایت په کچه د والیبال سیالۍ جوړې شوې وې، خو نوموړی ټینګار کوي چې د والیبال فدراسیون دې د هېواد په کچه ورته سیالۍ جوړې کړي.
هېره دې نه وي چې له دې مخکې هم لوګر ولایت کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د «اختریز جام» په نوم د والیبال سیالۍ جوړې شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP