[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۲): د لوړو زدهکړو وزارت له ازبکستانه د اوسپنې پټلۍ او ترانسپورټ اړوند نورو برخو کې د تخصصي پروګرامونو جوړولو او په دې برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د لوړو زدهکړو وزارت له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت علمي مرستیال ډاکټر لطفالله خيرخواه د ازبکستان لوړو زدهکړو وزارت نړۍوالو اړیکو برخې له مرستیال محمدعزیز حکیماوف او مل پلاوي سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، خیرخواه په دې کتنه کې له افغانستان سره په تحصیلي برخو کې د ازبکستان د ترسره کړو همکاريو ستاينه وکړه.
د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستيال له نوموړي د افغانستان په تحصیلي بنسټونو کې د ازبکي ډيپارټمنټونو د ملاتړ، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ګډې ماسټرۍ او دوکتورا او همدارنګه د ټرانسپورټېشن اړوند د سړک او پل جوړونې تخصصي برنامو رامنځته کولو او په دې برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې ازبکستاني پلاوي په دې کتنه کې وويل چې د افغانستان تحصیلي او تعلیمي پرمختګ لپاره هر ډول همکاریو ته ژمن دي او په تحصیلي برخو کې به د اړتیاوو پوره کولو هڅې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دواړ لورو ترمنځ افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په اړه هم خبرې وشوې چې د څرنګوالي او امتیازاتو له مهلومولو وروسته به پرې هوکړه وشي.
د یادونې ده، د بېلابېلو دولتي ادارو او وزارتونو د استازو په ګډون د ازبکستان ډېرش کسیز پلاوی دا مهال د افغانستان په سفر بوخت دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP