ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څوارلسو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې لړۍ پيل شوې ده

څوارلسو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې لړۍ پيل شوې ده

author avatar
2 Sep 2023 - 18:36
څوارلسو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې لړۍ پيل شوې ده
author avatar
2 Sep 2023 - 18:36

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): مسوولین وايي، په څوارلسو ولایتونو کې له څه باندې ۲۴۰۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کېږي او په لسو ولایتونو کې له شاوخوا ۱۳۰۰ کورنيو سره د نغدو پيسو او سولر مرسته وشوه.

افغاني سره میاشت وایي، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې له ۲۴۲۵۰ کورنیو سره د ملک سلمان بنسټ په مالي ملاتړ د خوراکي توکو مرسته کېږي.

د یادې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، دوه کیلوګرامه خرما، پنځه کیلوګرامه بوره، پنځه کیلوګرامه وریجې او پنځه کیلوګرامه لوبیا ورکول کېږي.

هغه زیاتوي، دغه مرستې په غزني، میدان‌وردګو، خوست، بامیان، دایکنډي، پروان، پنجشېر، کاپيسا، بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې پر اړو خلکو وېشل کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو توکو د وېش لړۍ تېره ورځ پیل شوې او دوې میاشتې وخت اخلي.

 بلخوا د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په تېرو شپږو ورځو کې په لسو ولايتونو کې له ۱۳۲۶ کورنيو سره د نغدو پيسو او سولر مرسته شوې ده.

سرچينه کاږي، د هرات، بادغیس، بلخ، پروان، کندهار، میدان‌وردګو، غزني، لغمان، ننګرهار او جوزجان د جګړو او طبيعي پېښو له امله بېځايه شوې کورنيو ته د مرسته کوونکو سازمانونو له خوا یوه اندازه پيسې او سولرونه د کډوالو چارو د وزارت په همغږۍ ووېشل شول.

Views: 290

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.