ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي د استوګنې کورونو په شاوخوا کې د خښتو بټیو له فعالیته اندېښمن دي ‎

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي د استوګنې کورونو په شاوخوا کې د خښتو بټیو له فعالیته اندېښمن دي ‎

author avatar
2 Sep 2023 - 18:49
د سرپل یو شمېر اوسېدونکي د استوګنې کورونو په شاوخوا کې د خښتو بټیو له فعالیته اندېښمن دي ‎
author avatar
2 Sep 2023 - 18:49

سرپل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د سرپل یو شمېر اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د کورونو په شاوخوا کې یې د خښتو پخولو بټیو فعالیت خلک له ستونزو سره مخ کړي او د هوا ککړېدو او ناروغیو رامنځته کېدو لامل شوی دی.

د سرپل په مرکز کې د اسیاباد سیمې یوه اوسېدونکي حلیم پژواک خبري اژانس ته وویل، له څو کلونو راهیسې د دوی په کلي کې د خښتو پخولو یوه بټۍ فعالیت کوي، د دغه بټۍ لوګی د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی؛ خلک او د هغوی کروندې یې له ناروغیو سره مخ کړې دي.

هغه زیاته کړه چې خلکو څو ځله د تېر حکومت مسوولینو ته شکایت کړی، خو تر اوسه د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

نوموړی له مسوولینو غواړي چې د استوګنې کورونو په شاوخوا کې د خښتو بټیو د فعالیت مخنیوی وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.