ګردېز(پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): پکتیا کې امنیتي سرچینې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې درې کسان له یوې اندازې مهماتو او وسلو سره نیول شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، امنیتي ځواکونو دغه کسان چې د خوست اصلي اوسېدونکي دي، د ګردېز اړوند په زاهو سیمه کې نیولي دي.
سرچینې زیاته کړې: «له نیول شوو کسانو درې میله کلاشینکوفونه، یو میل تومانچه، څلور لاسي بمونه، یو کیا ډوله موټر او یوه اندازه نور نظامي وسایل نیول شوي دي.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د لا ډېرو معلوماتو لپاره اړوند ارګان ته ور پېژندل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP