<p style="text-align: justify;">ګردېز(پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): پکتیا کې امنیتي سرچینې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې درې کسان له یوې اندازې مهماتو او وسلو سره نیول شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، امنیتي ځواکونو دغه کسان چې د خوست اصلي اوسېدونکي دي، د ګردېز اړوند په زاهو سیمه کې نیولي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچینې زیاته کړې: «له نیول شوو کسانو درې میله کلاشینکوفونه، یو میل تومانچه، څلور لاسي بمونه، یو کیا ډوله موټر او یوه اندازه نور نظامي وسایل نیول شوي دي.»</p>
<p style="text-align: justify;">په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د لا ډېرو معلوماتو لپاره اړوند ارګان ته ور پېژندل شوي دي.</p>