Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې درملنه شوو روږدو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، په کابل کې درملنه شوو روږدو ته په «اغوش» کمپلېکس کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي مسوول سمیع‌الله ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت د مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده د فرمان له مخې د روږدو راټولولو لپاره یوه کمېټه جوړه شوه چې د کورنیو چارو، عامې روغتیا او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونه یې غړي دي.

هغه وویل چې د روږدو له درملنې وروسته د دغه وزارت اړوندو مرکزونو کې هغوی ته فني او حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي او دا مرکزونه د زوننونو په ګډون په ټول هېواد کې جوړ شوي دي.

د هغه په خبره، دا مرکز په کابل کې د «اغوش» کمپلېکس پنځه زره بستریز روغتون کې د «امید فني او حرفوي مرکز» په نوم جوړ شوی او په لومړۍ دوره کې یې ۵۳۰ کسانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.

ابراهیمي وویل چې دغو کسانو ته پنځه حرفې لکه د بوټانو جوړول، بیک جوړول، د برقي وسایلو ترمیم، خیاطي او د تعمیراتو د برق جوړول تدریس کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغو مرکزونو بودجه د اسلامي امارت له خوا ورکول کېږي، یاد مرکز کې په هره حرفه کې دوو شفټونو کې دوه ښوونکي تدریس کوي.

هغه وویل، هڅې یې دا دي چې د دغو کسانو له مرخص کېدو وروسته د کار زمینه ورته برابره کړي او د کار وسایل هم ورکړل شي.

په روته وخت کې د امید فني او حرفوي زده‌کړو د مرکز آمر عزت‌الله رحمت پژواک ته وویل چې دغه مرکز کې ۵۳۰ کسان پر فني او حرفوي زده‌کړو بوخت دي.

هغه وایي چې دغه مرکز په «اغوش» کمپلېکس کې له پنځو میاشتو راهیسې خپل فعالیت پیل کړی او اوس د لومړني پړاو فراغت په درشل کې ۲۰۰ کسانو ته له فراغت وروسته د کار وسایل هم ورکول کېږي.

د امید فني او حرفوي زده‌کړو مرکز آمر زیاتوي چې دغه مرکز کې د کارزده‌کړې انتخاب جبري نه دی، خپله د شخص لېوالتیا پورې تړاو لري.

د هغه په خبره، د روږدو د درملنې لپاره د اسلامي امارت پلان ګټور دی او باید سرپرست حکومت درملنه شوو روږدو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

رحمت دغه مرکز کې د جذب کچې لوړېدو خبره کوي او وایي چې دغه دوره کې به ۶۰۰ کسان جذب شي.

هغه وویل، هڅه مو دا ده چې د دغو کسانو تولیدي محصولاتو ته بازار پیدا شي او دا تصمیم د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره شریک شوی دی.

په ورته وخت کې، یو درملنه شوی روږدی سید نذیر چې اوس په یاد مرکز کې د خیاطی پر زده کړې بوخت دی وایي، له درېیو کلونو راهیسې په ترکیه کې روږدی شوی و او اوس څلور میاشتې کېږي چې ښه شوی دی.

هغه د زده کړې د زمینې له برابرېدو خوښ دی او زیاتوي چې د ورځې دوه یا درې جوړې کالي ګڼدي.

نذیر له ځوانانو غوښتنه کوي چې له نشه‌یي توکو ډډه وکړي.

د تعمیراتو د برق برخې یو بل زده‌کوونکی محمدنصیر انوري وایي، یو کال مخکې روږدی شوی او له څلورو میاشتو راهیسې دلته تر درملنې لاندې دی.

نوموړی له درملنې او درسي لړۍ خوښ دی او هغه ګټور بولي.

هغه زیاتوي چې غواړي له یاد مرکز څخه له فراغت وروسته دوکان خلاص کړي او خلکو ته خدمت وکړي.

بلخوا، امید فني او حرفوي زده‌‌کړو مرکز کې د خیاطۍ استاد بلال احمدي پژواک ته وویل، شپږ میاشتې کېږي چې دغه مرکز کې دنده ترسره کوي په دوو شفټونو کې ۱۰۸ کسان د خیاطۍ پر زده‌کړه بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه چې درملنه شوي روږدي ښه استعدادونه لري او که پر دوی ډېر کار وشي، کولی شي ډېرې حرفې زده کړي.

احمدي وویل، پخوا د دغو کسانو وضعیت خراب و او خفه وو؛ خو اوس یې له ښه کېدو وروسته ښه روحیه پیدا کړې او د کار د زده کولو په هڅه کې دي.

د یادونې ده، دا مرکز د روان کال د غبرګولي په ۱۸مه د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د کابل په څرخي پله سیمه کې جوړ شوی دی.

کورنیو چارو وزارت د تېر کال په وروستیو کې د معتادینو پاملرنې د ملاتړ او مسلکي روزنې مرکز «اغوش» د ۷۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړ کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.