مزارشریف (پژواک، ١٤ وږی ۱۴۰۲): بلخ کې مسوولین او د پنبې پروسسکوونکو اتحاديه له کروندګرو غواړي چې د پنبې د کیفیت خویندي ساتلو په موخه دې د پلاستیکي بوریو پر ځای له نخي بوریو کار واخلي.
دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې چې بزګرانو ته د نخي بوریو د استعمال په اړه د عامه پوهاوي په موخه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د بلخ ولایت د پنبې پروسسکوونکو او صادر کوونکو اتحادیې په استازيتوب سیدمحمد هاشمي وویل چې د پنبې د راټولولو او پروسس پر مهال د پلاستیکي بوریو کارول د پنبې کیفیت له منځه وړي.
هغه وايي، همدا لامل دی چې په دې وروستیو کې د افغانستان د پنبې بیه او کیفیت ټیټ شوي او بهرنى بازار يې هم له لاسه ورکړى دى.
هغه له بزګرو وغوښتل چې له دې وروسته د پلاستيکي بوریو پر ځای له نخي بوریو کار واخلي.
په همدې حال د بلخ صنعت او کانونو خونې رییس امامالدین سنایيزاده هم وایي، چې پنبه د دغه ولایت یو مهم کرنیز محصول دی او له همدې امله د پروسس لپاره يې لسګونه کارخونې فعاله شوې دي.
هغه وایي، که چېرې پنبه په سمه او معیاري توګه راټوله او پروسس نه شي نو له دغه محصوله ټول ترلاسه کېدونکي تولیدات به زیانمن شي.
د افغانستان کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نباتاتو د ساتنې رییس عتیقالله مسلم وایي، هغه پنبه چې په نخي او تاري بوریو کې راټولېږي بیه او کیفیت یې لوړ وي نو ځکه بزګران باید دغه اصل ته ډېره پاملرنه وکړي.
بلخوا د دغه ولایت یو شمېر بزګران د نخي بوریو د بیې لوړوالي په اړه اندېښمن دي.
د چهاربولک ولسوالۍ يوه کروندګر سردارمحمد که څه هم د نخي بوریو کارول ګټور بولي خو وایي، بیه یې لوړه ده او بزګران یې د پېرلو توان نه لري.
سردارمحمد له مسوولینو وغوښتل چې په وړيا ډول نخي بورۍ پر کروندګرو ووېشي.
خو د بلخ کرنې رییس شمسالدین خالد وایي، دغه ریاست تل هڅه کړې چې د بزګرانو ستونزو ته حللار پیدا کړي او هم یې د هغوی ظرفیت لوړلو په موخه بېلابېلې برنامې پر لار اچولې دي.
د بلخ کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال د دغه ولايت په ۳۰ زره هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې او اټکل کېږي چې شاوخوا ۴۰ زره مټریکه ټنه پنبه ترې ترلاسه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP