ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال نړۍوال جام کابل او بلخ کې نندارې ته وړاندې شو

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال نړۍوال جام کابل او بلخ کې نندارې ته وړاندې شو

author avatar
8 Sep 2023 - 20:25
د کرکټ د ۲۰۲۳ کال نړۍوال جام کابل او بلخ کې نندارې ته وړاندې شو
author avatar
8 Sep 2023 - 20:25

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۲): د کرکټ د ۲۰۲۳ کال نړۍوال جام چې دوه ورځې مخکې هېواد ته راوړل شوی؛ بلخ او کابل ولایتونو کې نندارې ته وړاندې شو او سبا به بېرته متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شي.

بلخوا د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند نسیم‌‎الله سادات وایي، په یادو ولایتونو کې نندارې ته له وړاندې کېدو وروسته به نن  (د  وږي ۱۷مه) په کرکټ بورډ کې هم دغه جام د رسنیو پر وړاندې وښودل شو.

هغه په دې مراسمو کې وویل چې دغه جام دوه ورځې وړاندې (د سپټمبر په ۷مه) د دوو ورځو لپاره هېواد ته راوړل شوی دی‎

ده زیاته کړه: «د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړۍوال جام مو پرون د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د بلخ په روضه او بلخ ولسوالۍ، د کابل په یو شمېر مشهورو او تاریخي ځایونو لکه دارالامان ماڼۍ، بابر بڼ کې او نن مو د پغمان په ماڼۍ،‎ دره او له هغه ځایه مو د کابل د بالاباغ په ماڼی کې د کرکټ د مینه‌والو نندارې ته وړاندې کړ.»

سادات وویل، دا درېیم ځل دی چې د کرکټ نړۍوال جام هېواد ته راوړل کیږي چې په لومړي ځل د ۲۰۱۵ کال په دویم ځل د ۲۰۱۹ کال او درېیم ځل دا دی د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړۍوال جام افغانستان ته راوړل کیږي.

هغه د اسیا کرکټ جام سیالیو ته د افغانستان لوبډلې د لارې موندلو په اړه خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې لوبډله به د خپلو ښو لوبو پر ترسره کولو سره و کولای شي بریا ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د اسیا کرکټ نړۍوال جام سیالۍ د روان زیږدیز کال د اکتوبر په ۵ مه نېټه په هندوستان کې پیلیږي.

سادات زیاته کړه، نن په کابل کې د دغه جام وروستۍ ورځ ده او سبا به بېرته له کابله متحده عربي اماراتو ته لېږدول شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال روزونکی، رییس احمدزي هم هېواد ته د یاد جام راوړل هېوادوالو او د کرکټ لوبغاړو غاړو او مینه‌والو ته د ویاړ ځای وباله.

هغه د ‎اسیا جام سیالیو ته د لوبډلې له پوره چمتووالي ډاډ ورکړ  او هیله یې څرګنده کړه چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو په پرتله دا ځل به ملي لوبډله اغېزناکې لوبې وکړي.

[/restrict]

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.