ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ترافيکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

هلمند کې د ترافيکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
11 Sep 2023 - 11:16
هلمند کې د ترافيکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
ارشیف
author avatar
11 Sep 2023 - 11:16

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): د هلمند ولایت په سنګين ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال مولوي محمدقاسم نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه د سنګين ولسوالۍ په توري شاه سيمه کې د يوه لوکسل او سراچې موټر ترمنځ ټکر شوى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.

نوموړي وويل، د پېښې ټپيان لومړى د سنګين ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته او وروسته بيا د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون ته انتقال شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

Views: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.