Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ګردېز ګمرک سوداګرو ته د اسانتیا جوړېدو په موخه ډنډپټان ته ولېږدول شو

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وایي، د پکتیا ګمرک یې له مرکز ګردېز څخه د دغه ولایت ډنډپټان ولسوالۍ ګمرک ته لېږدولی دی.

مالیې وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه د يوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې دغه اقدام د هېواد ګمرکونو کې سوداګرو ته او د صادراتي او وارداتي توکو ګمرکي مراحلو طی کولو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه شوی او ترڅنګ به یې ګمرکي عواید هم نه ضایع کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، له دې مخکې سوداګر اړ وو چې د ډنډپټان په سرحدي ګمرک کې د خپلو محصولي توکو لپاره د کورني ترانزیټ فورم (T1) واخلي او بیا نور ګمرکي طی مراحل د پکتیا ګمرک کې ترسره کړي چې له دې سره به د سوداګرو ډېر وخت ضایع کېده.

خبرپاڼې زیاته کړې، له دې وروسته به د سوداګریزو بارونو ټول طی مراحل د ډنډپټان ګمرک کې کېږي او د ترخیص اجازه به ورکړل شي.

د خبرپاڼې معلوماتو له مخې، د ګمرکونو لوی ریاست په پام کې لري چې  په راتلونکي کې امکاناتو ته په کتو سره ځیني نور ګمرکونه هم د هېواد سرحدونو ته ولېږدوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.