ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې له شاوخوا ۸۰۰ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې وشوې

لغمان کې له شاوخوا ۸۰۰ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې وشوې

author avatar
13 Sep 2023 - 18:08
لغمان کې له شاوخوا ۸۰۰ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې وشوې
author avatar
13 Sep 2023 - 18:08

مهترلام (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د لغمان ولایت سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او الېشنګ ولسوالۍ کې له شاوخوا ۸۰۰ کورنیو سره نغدي، د خوراکي توکو او د لمریزې برېښنا د وسایلو مرستې وشوې.

د لغمان ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرستې د خوړولو نړۍوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف)، د ماشوم ژغورنې نړۍوال خیریه بنسټ او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په مالي ملاتړ ووېشل شوې.

هغه وویل چې د دغه ولایت په مهترلام ولسوالۍ کې ۶۹ کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول او د الیشنګ ولسوالۍ اړوند میل‌دره کې له ۵۲۷ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د هغه د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته دوسوه کیلوګرامه اوړه، شل کیلوګرامه غوړي، ۲۵ کیلوګرامه دال، دوه کیلوګرامه مالګه، د حفظ الصحې مکمل کېټ، او د سرپنا او پخلنځي ټول وسایل ورکړل شوي دي.

د غازي د معلوماتو له مخې په نغدي مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۲ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

هغه همدا راز وویل، یادې کورنۍ په تېرو ورښتونو او سېلابونو کې زیانمنې شوې وې.

د لغمان د کډوالو چارو رییس مولوي غلام‌رحمن بلال هم وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یې له ۲۰۶ داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو سره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په مالي مرسته د لمریزې برېښنا د وسایلو مرسته کړې ده.

هغه د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته دوه لمریزې تختې، دوې بطرۍ، ۵۰ متره لین، څلور ګروپونه ورکړل شوي دي.

هغه وایي، دغه راز هرې کورنۍ ته د یادو وسایلو د انتقال لپاره ۲۵۶۰ افغانۍ هم ورکړل شوې دي.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.