مزارشریف (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د بلخ مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د ښاروالۍ د اصولو خلاف لګول شوې د اعلاناتو لوحې راټولې کړې دي.
د مزارشریف ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تبلیغاتي لوحې د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو امریت پرسونل د ښار له بېلابېلو سېمو څخه را ټولې کړي دي.
سرچېنې لیکلي چې دغه لوحې د اصولو خلاف د برېښنا پر ستنو لګول شوې وې، په ښار کې د غیرقانوني لوحو د راټولولو کمپاین روان ساتي او ټولې هغه لوحې چې په غیرقانوني توګه د برېښنا پر ستنو او نورو ځایونو لګول شوې، راټولوي.
سرچېنې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
بلخوا د مزارشریف ښار یو شمېر اوسیدونکي د ښاروالۍ له دغه اقدامه هرکلی کوي.
د مزارشریف ښار اوسیدونکی جاوید منیرزاده وایي چې د برېښنا پر ستنو لګول شوو لوحو د موټرچلوونکو د لید ساحه تنګه کړې وه چې دا چاره په ښار کې د ګڼې ګوڼې او ترافیکي پېښو لامل شوې وه.
د دغه ښار یو بل اوسېدونکی عزیزالرحمن د ښاروالۍ د دغه کمپاین هرکلی کوي او وایي، چې د برېښنا پر ستنو او نورو برخو لګول شوو لوحو د ښار ښکلا بدرنګه کړې.
هغه د مزارشریف ښاروالۍ له مسوولینو غوښتنه کوي، تر څو ټولې ټولې هغه لوحې چې په ناقانونه توګه د ښار په بېلابېلو برخو کې لګول شوې، راټولې کړي.
Views: 293
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن