ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د زرمینځونکو ماشومانو له کړاوه ډک ژوند؛ «بې‌وزلۍ درنو کارونو ته اړ کړي یو»

تخار کې د زرمینځونکو ماشومانو له کړاوه ډک ژوند؛ «بې‌وزلۍ درنو کارونو ته اړ کړي یو»

author avatar
17 Sep 2023 - 17:24
تخار کې د زرمینځونکو ماشومانو له کړاوه ډک ژوند؛ «بې‌وزلۍ درنو کارونو ته اړ کړي یو»
author avatar
17 Sep 2023 - 17:24

تالقان (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): یو شمېر هغه ماشومان چې په تخار کې په زرمینځلو بوخت دي وایي، د خراب اقتصادي وضعیت له امله له سهاره تر بېګا درانه کارونه کوي څو له خپلو کورنیو سره د نفقې په پیدا کولو کې مرسته وکړي.

هغوی دغه راز له حکومته غواړي څو په هېواد کې دننه خلکو ته کارونه پیدا کړي.

۱۴ کلن زلمی یو له هغو ماشومانو دی چې د تالقان سیند کې «د زرمینځلو» په درانه کار بوخت دی.

هغه په داسې حال کې چې پر تندي یې خولې راماتې وې له خپل پلاره په اجازه د پژواک له خبریال سره خبرې کړې او وايي: «ښوونځي ته ځم، هیله لرم یوه ورځ انجنیر شم خو کورنۍ مې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده، پلا مې هم سپين‌ږیری دی.»

هغه زیاتوي، هره ورځ وروسته له ښوونځي او کله کله له ناچارۍ د ښوونځي پر ځای کار ته ځي، د تالقان سیند ته، چېرې چې پلار یې کار کوي، څو خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو کې برخه واخلي.

نوموړي زیاته کړه: «ټوله ورځ کار کوم، د ماښام له لمانځه وروسته له پلار سره یوځای کور ته ځم.»

هغه زیاتوي، که څه هم په دې کم عمر کې کار سخت ورته تمامېږي خو له مجبورۍ له پلار سره کار کوي، ځینې ورځې له سل تر دوه سوه افغانیو پورې ترلاسه کوي او ځیني وخت له پلار سره خالي لاس کور ته ځي؛ هغه کور ته چېرې چې د کور شپږ غړي د زوړ پلار او د وړوکي زلمي چې لا یې لاسونه له درنو کارونو سره عادت نه دي، ګټې ته په تمه دي.

د تالقان سیند په شګو کې ډوبې وړې مټې د هغو ماشومانو د محرومیت ښکارندویي کوي چې اوسمهال د درس او تعلیم زده کولو پر ځای خپلو کورنیو ته نفقه برابروي او په خپلو وړو مټو له سهار تر ماښامه هڅه کوي چې خپلو کورنیو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي او د خپل پلار او مور یوه هیله و اوسي.

۱۲ کلن حبیب بل هغه ماشوم دی چې د اقتصادي ستونزو له امله د تالقان سیند کې د «زرمینځلو» په درانه کار بوخت دی.

هغه پژواک ته وویل: «کورنۍ کې مو بل کارګر نشته، یوازې زه اته کسیزه کورنۍ ته د نفقې پیدا کوونکی یم، اړ شوم چې د ښوونځي پر ځای کار وکړم، له همدې لارې د کورنۍ نفقه برابره کړم، په دغه کار کې ډېرې پیسې نه ګټم؛ ځکه له زرمینځلو سره بلد نه یم.»

هغه زیاتوي، د اوړي په دې ګرمو او اوږدو ورځو کې د سهار له پنځو بیا د ماښام تر پنځو بجو د کاڼو په منځ کې په کار بوخت وي خو د ورځې په پای کې سل او کله هم ۱۵۰ افغانۍ ګټي چې دا د کور یوه برخه لګښت هم نه کېږي.

هغه له حکومته وغوښتل چې خلکو ته کارونه پيدا کړي.

د دغو ماشومانو منځ کې د پاخه عمر داسې بوډاګان هم شته چې د ژوند ناخوالو پر ملاوو نور هم کړوپ کړي او په شګو کې د خپلو کورنیو لپاره د نفقې پیدا کولو هڅه کوي.

محمداکرم چې نږدې ۶۰ کاله عمر لري، پژواک خبري اژانس ته وویل، ۳۰ کاله کېږي چې په دغه سیند کې د زرمینځلو کار کوي؛ ځکه بل کار نشته، تر اوسه جګړې او ناارامۍ د دې لامل شوې وې چې حکومت هم د خلکو ستونزو ته رسېدنه ونه شي کړای.

هغه زیاته کړه: «کمزوری اقتصاد او ناچاري د دې لامل شوي څو ډېری ورځې له خپلو کوچنیو او لویو اولادونو سره دغه سیند ته راشم او یوې شپږ کسیزې کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو هڅه وکړو، په ډېر زیار ایستلو سره بیا هم د ورځې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو ترلاسه کوم چې ‎له لارې یې د خپلې کورنۍ د ‎ نفقې ډېره کمه برخه برابروم.»

دغه سړی وايي چې په ګاونډيو هېوادونو کې خلک د پرمختګ شاهدان دي، حکومتونه د کار زمینه برابروي، خو د افغانستان خلک له کلونو راهیسې له یوبل سره نښتي چې همدا يې د پرمختګ د مخنیوي لامل شوی دی.

محمد اکرم چې په دغه درانه کار کې یې ‎له ځان سره خپل دوه کم‌عمره زامن ورسره مصروف کړي وايي، له ښوونځي لرې‌والی، د امکاناتو ‎ نشتوالى او تر ټولو مهم خراب اقتصادي وضعيت د دې لامل شوي چې دوه زامن مې ښوونځي ته د تګ پر ځای، ‎درانه کارونه وکړي او کورنۍ ته د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو کې له خپل پلار سره مرسته وکړي.»

نوموړي دغه راز ‎بهرنيو شرکتونو ته د تالقان سيند د سرو زرو کان قرارداد ورکړې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، بې‌وزله خلک له دې لارې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي چې اړتیا ده حکومت د دې سیمې یوه برخه د ځايي اوسېدونکو ته په قرارداد ورکړي څو په دغو شرایطو کې خلک یوه ګوله ډوډۍ له لاسه ورنه کړي.

په ورته مهال، ‎تخار کې د چارو کارپوه اسدالله تیمور وايي، د تالقان سیند په خطایان سیمه کې د خلکو او قراردادي شرکتونو له لوري غیر تخنیکي کیندنې چې د تخار – بدخشان لویه لار سره نښلوي، د دې لامل شوې چې د خلکو کرنیزې ځمکې او عمومي سړک له جدي ګواښ سره مخ کړي.

د هغه په ​​وينا، اوس مهال عمومي سړک له سینده ۱۰ متره واټن نه‌لري او که له دي چاري مخنیوی ونه شي، نو په نږدې راتلونکي کې به د سيلابونو د اوبو د کچې لوړېدو له امله دغه سړک او کرنیزې ځمګې ویجاړ شي.

په همدې حال کې، د تخار د کانونو رييس مولوي عبدالناصر حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د سرو زرو ثابت کان يوازې د چاه‌اب ولسوالۍ په سمتي سيمه کې دى چې په قرارداد ورکړل شوى دى، د دریای خطایان ترڅنګ د دغه سیند په ځینو نورو سیمو کې په پاشلې توګه سره زر شته چې شاوخوا ۷۰ تر ۸۰ د زر مینځلو قانوني کاګاوې په‌کې فعالیت کوي او لسګونږو ځايي خلکو په‌کې په کار زمینه برابره شوې ده.‎

د تخار د کانونو رييس ډاډ ورکوي چې په دغه ولايت کې د کانونو د غيرتخنیکي کيندنو مخنيوي لپاره جدي هڅې روانې دي.

د هغه په ​​خبره، هغه ویجاړۍ‎ چې اوس د تخار – بدخشان پر عمومي سړک کې ليدل کېږي، له هغه وخته دي چې غیرقانوني شرکتونو په خپل‌سري ډول کيدنې کړې وې، خو اوس د دغه وضعیت مخنیوی شوې او هغه شرکتونه چې دمګړۍ ‎په دې سیمه ‎کې کار کوي، د حکومت له لوري څارل کېږي ‎څو  سړکونو او د خلکو کرنیزو ځمکو ته زیان وانه‌ړوي.‎

دا په داسې حال کې ده چې د تخار په ځینو ولسوالیو او مرکز کې یو شمېر خلک ‎د اقتصادي ستونزو له امله د په زر مینځلو بوخت دي او کله ناکله د غیر مسلکي کیندنو له لارې د ځمکې لاندې سلګونه متره د لاندې ښکته کېږي چې د تخار د کانونو د مسوولینو په خبره، ‎ د تېر  یوه کال په لړ کې  په دغه ولایت کې د غیر مسلکي کیندنو له امله د سرو زرو د کان تر ۳۰ زیات کارګران مړه شوي دي.

Views: 173

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.