کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): داکټر عبدالله د ملګرو ملتونو د سرمنشی د ځانګړي استازي له مرستیال سره په لیدنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام او ډېرېدو غوښتنه وکړه او پوتزل ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دي.
د پخلاینې مخکینۍ شورا رییس داکتر عبدالله عبدالله پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تېره ورځ یې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال، مارک پوتزل سره لیدلي دي.
نوموړی زیاتوي، په یاده لیدنه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرو او د نظر تبادلې تر څنګ د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان د هڅو ستاینه وکړه او د دوام او ډېرېدو غوښتنه يې وکړه.
پوتزل په یاده لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن