ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوټزل: ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دي

پوټزل: ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دي

author avatar
18 Sep 2023 - 17:41
پوټزل: ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دي
author avatar
18 Sep 2023 - 17:41

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): داکټر عبدالله د ملګرو ملتونو د سرمنشی د ځانګړي استازي له مرستیال سره په لیدنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام او ډېرېدو غوښتنه وکړه او پوتزل ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دي.

د پخلاینې مخکینۍ شورا رییس داکتر عبدالله عبدالله پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره ورځ یې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال، مارک پوتزل سره لیدلي دي.

نوموړی زیاتوي، په یاده لیدنه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرو او د نظر تبادلې تر څنګ د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان د هڅو ستاینه وکړه او د دوام او ډېرېدو غوښتنه يې وکړه.

پوتزل په یاده لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د ملګرو ملتونو سازمان  د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.