ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوچا: افغانستان کې له سلو زرو میندو ۶۹۹ د زېږون پر مهال مري؛ زمان: دا شمېرې بې‌بنسټه دي

اوچا: افغانستان کې له سلو زرو میندو ۶۹۹ د زېږون پر مهال مري؛ زمان: دا شمېرې بې‌بنسټه دي

author avatar
20 Sep 2023 - 16:50
اوچا: افغانستان کې له سلو زرو میندو ۶۹۹ د زېږون پر مهال مري؛ زمان: دا شمېرې بې‌بنسټه دي
author avatar
20 Sep 2023 - 16:50

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): اوچا وايي، افغانستان کې له هرو سلو زرو میندو ۶۹۹ د زېږون پر مهال مري، خو د عامې روغتیا وزارت دغه شمېرې ناسمې بولي، وایي، سږ کال په روغتيايي مرکزونو کې د شاوخوا ۲۵۶ میندو مړینه ثبت شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د تېرې ورځې په راپور کې راغلي، افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی چې په د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه په کې لوړه ده.

د سرچینې د څرګندونو له مخې افغانستان کې له هرو سلو زرو میندو ۶۹۹ د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سرچينه زياتوي، د څلورو لسیزو جګړو ترکیب، په روغتیایي سیسټم کې د ساختماني پانګونې نشتوالی او د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې د پراختیایي مرسته کوونکو کموالی، د میندو او ماشومانو روغتیا ته د پاملرنې چوپړ کیفیت اغیزمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو د روغتيا څانګې ډاکټر سحر ويلي چې د اسلامي امارت په راتګ سره د روغتیا مراقبتي سیسټم نږدې له منځه تللی و، خو ملګري ملتونه او شريکان يې د روغتيايي مراقبت د ساتنې لپاره لا هم مرستې کوي.

هغې ويلي چې افغانستان کې لا ډېرو روغتياپالانو او روغتيايي مراقبتونو ته اړتیا ده؛ ځکه چې د وړم کال له سياسي تحول وروسته د روغتیا د برخې ډېر متخصصين له افغانستانه وتلي او له امله يې روغتيايي چارې له ستونزو سره مخ شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان وايي: «ځيني بنیادونه او ځينې بنسټونه که هغوی داسې ارقام خپروي چې د مور او ماشوم د مړينې کچه پورته شوې، نو دا ارقام بې اساسه دي، موږ له داسې اداراتو سره وخت په وخت چې مجالس کوو، له دوی سره بیا کوم ارقام او ډېټا موجود نه وي، البته يو بې اساسه تخمیني اټکل شوې شمېرې، دوی نشر کړې وي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، د عامې روغتيا وزارت پاليسي دا ده چې د روغتيا په ټولو هغو برخو کې چې هلته اړتیا لېدل کېږي، کار کوي.

هغه زیاته کړه چې د مور او ماشوم د روغتيا لپاره هم ځانګړې پاملرنه شته او یاد وزارت به په راتلونکي کال کې د مور او ماشوم لپاره شاوخوا ۱۵۰ روغتیایي ځالې جوړې کړي.

روغتیایي ځالې هغه روغتیایي مرکزونه دي چې یوه قابله، یوه نرس، یو ساتونکی او یو صفاکوونکی په کې کار کوي او مور او ماشوم ته روغتیایي چوپړ وړاندې کوي.

ډاکټر زمان وايي: «الله الحمد په دې تېرو دوو کلونو کې چې کوم روغتيايي مرکزونه جوړ شوي په هغه کې په اکثريت او يا په زياته اندازه د مور او ماشوم د روغتيا لپاره ځانګړي شوي روغتيايي مراکز دي، البته په تېرو شلو کلونو کې د مور او ماشوم د روغتيا لپاره – په ځانګړي توګه په لرې پرتو سيمو کې – داسې خاصه پاملرنه نه وه شوې، نو په همدې اساس د عامې روغتیا وزارت د دې لپاره چې د دوی ته روغتيايي خدمات وړاندې شي او د ولادتونو پر مهال د میندو د مړينې کچه ټيټه شي، نوي روغتيايي مراکز جوړ کړي دي.»

نوموړي د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، د عامې روغتيا وزارت شمېرې ښیي چې افغانستان کې د ولادت پر مهال د میندو د مړینې کچه له ۲۰۲۰ میلادي کال راهیسې په تدریجي ډول ټيټه شوې ده.

هغه زیاتوي چې دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ډېر کم شوی دی.

هغه زیاتوي: «له موږ سره سږ کال په ټول افغانستان کې په روغتيايي مراکزو کې، د هغو ميندو شمېر چې بدبختانه خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، د ۲۵۶ په شاوخوا کې دی… د ټولنې په سطحه باندې تقریبا د ۲۴۰ شاوخوا له موږ سره هغه د مړینې شمېره اېستل شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان (اېم‌اس‌اېف) د روان کال د غبرګولي په لومړیو کې ویلي وو: «زېږون په افغانستان کې میندو ته د ژوند او مرګ مبارزه ده، تصور کېږي تقریباً په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون او امیدوارۍ د مخنیوي‌وړ ستونزو له امله مري.»

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یادې موضوع په ردولو سره ویلي وو، د تېر کال په پرتله د مور او ماشوم د مړینې پېښې کمې شوې او دغه وزارت تصمیم لري چې میندو او ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو ښه کېدو لپاره ۱۷۰ ځانګړي کلینیکونه جوړ کړي.

د یاد وزارت ویاند ویلي وو: «له اسلامي امارته مخکې میندو او ماشومانو ته ښه کارونه نه وو شوي، له اسلامي امارته مخکې په افغانستان کې په هرو سل زرو زېږونونو کې ۱۱۰۰ میندو خپل ژوند د زېږون پر مهال له لاسه ورکاوه، خو اوس داسې نه ده.»

د روغتيا د نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، په ٢٠٠٢ میلادي کال کې افغانستان د هېوادونو په منځ کې د ميندو د مړينې تر ټولو لوړه کچه درلوده خو په تېره يوه لسيزه کې د مړينې کچه ۶۰ سلنه ټيټه شوې ده.

Views: 87

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.