ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې اته کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو

تېره اونۍ افغانستان کې اته کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو

author avatar
23 Sep 2023 - 17:31
تېره اونۍ افغانستان کې اته کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو
author avatar
23 Sep 2023 - 17:31

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): تېره اونۍ ځینو هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو او پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو پر لرې کېدو ټینګار وکړ او ځینو بیا د ا.ا رسیمت پېژندنه هم له همدې مسایلو سره تړلې وبلله.

  • د م.م ۷۸مې غونډې ګډونوال: افغانستان کې دې ټولګډون حکومت جوړ او پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې شي.
  • امریکا او پاکستان وایي، دا مهال د افغانستان سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندنې پلان نه لري.
  • پاکستان: د افغانستان له اوسني حکومت سره مستقیم تعامل ‎د بل هر اقدام په پرتله ګټور دی.
  • تېره اونۍ په پاکستان کې سلګونه افغان کډوال ونیول شول او «یواېن‌اېچ‌سي‌ار» د دې لړۍ درېدو غوښتنه وکړه.
  • متقي پاکستاني پلاوي ته: امنیتي مسایل دې د ګډو کمېټو له لارې حل شي او لویې لارې دې د سیاسي ملحوظاتو له امله نه تړل کېږي.
  • له افغانستان سره د اسیا پراختیایي بانک ۴۰۰ میلیونه او اروپایي ټولنه ۱۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي.
  • یوناما ادعا وکړه چې په افغانستان کې زندانیان شکنجه کېږي خو مجاهد بې‌بنسټه وبلله.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.

د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د حاجي عبدالقدیر لېسې یو زده‌کوونکی د دې لېسې یوه بل زده‌کوونکي وژلی او په دغه ښار کې د «غلو» له یوې ډلې سره د پولیسو نښته کې یو «غل» هم وژل شوی دی.

دغه راز ناپېژانده وسله‌والو په لوګر کې يو ښوونکی وژلی او په فارياب کې یې هم یو کس وژلی دی.

ځايي چارواکي وايي، بامیان کې يوه کس خپل پلار او جوزجان کې يوه کس خپله مېرمن وژلې او هلمند کې بیا د هاوان یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند بایللی او دوه نور ټپيان دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۲۰ کسان وژل شوي او یو ټپي و.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د م.م ۷۸مه غونډه

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۷۸مه غونډه تېره اونۍ ترسره شوه.

د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې ترکیې او ایران په افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر جوړښت، قطر د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړې پر پلې کېدو، ایران او تاجکستان له «ترهګرۍ» سره د مبارزې لپاره د همغږۍ پر زیاتوالي، کاناډا په افغانستان کې د ښځو حقونو پر تامین ټینګار وکړ.

د راپورونو له مخې، ‎د یادې غونډې په پای کې د المان، بلجیم، البانیا، کیپ‌ورد، کوسټاریکا، کرواسیا، ډنمارک، فرانسې، لوګزامبورګ، لیختن‌اشټاین، مالتا او اسپانیې بهرنیو چارو وزیرانو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې له جنسیتي تبعیض سره د مبارزې تر عنوان لاندې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او له اسلامي امارته یې وغوښتل څو د ښځو او نجونو پر کار، زده‌کړو او ازادیو لګېدلي بندیزونه ژر تر ژره لرې کړي.

د بښنې نړۍوال سازمان هم تېره اونۍ له اسلامي امارته وغوښتل چې د نجونو پر مخ دې د منځنۍ دورې ښوونځي او لېسې ژر تر ژره پرانیزي.

خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی تېره اونۍ په پنجشېر کې یوې غونډې ته وویل چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په رڼا کې د نجونو زده‌کړ ته ژمن دی. هغه هیله څرګنده کړه چې دغه ښوونځي او پوهنتونونه ژر پرانيستل شي.

خو د اسلامي امارت نورو چارواکو ویلي چې د افغانستان کورني مسایل د افغانستان په خلکو پورې اړه لري او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او د نجونو پوهنتونونو ځنډول دایمي نه دي او د شرایطو په برابرېدو سره به بېرته پرانيستل شي.

دغه راز هغوی وایي، په هغو غونډو کې چې د افغانستان په اړه جوړیږي، باید په هغو کې د افغانستان د خلکو استازۍ د خپلو مسایلو په تړاو بحث وکړي.

د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه او ورسره تعامل

د امریکا متحده ایالتونو د امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، هېواد یې دا مهال د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره کوم پلان نه لري؛ ځکه چې د «افغانستان حاکمان» د ښځو حقونو او حکومتولۍ په اړه له نړۍوالې ټولنې سره د کړو ژمنو خلاف ګام پورته کوي.

دغه راز، د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ امریکا ته له روانېدو مخکې وویل چې دا مهال یې هېواد د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندنه غور نه کوي او په دې اړه پلان نه لري.

بلخوا بیا د پاکستان موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د افغانستان له اوسني حکومت سره پر مستقیم تعامل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه لار کېدای شي ‎د بل هر اقدام په پرتله ګټوره تمامه شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه اونۍ د افغانستان رییس‌الوزرا د افغانستان لپاره د چین سفیر جاوشینګ باورلیک ومانه او جاوشینګ تېره اونۍ د افغانستان د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره په ليدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان خپلواکۍ، معتقداتو او کلتور ته درناوی لري او په کورنیو موضوعاتو کې یې د مداخلې هيڅ اراده نه لري.

پاکستان کې د افغان کډوال نیول

د راپورونو له مخې، د تېرې وږي میاشتې په ۱۵مه په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه؛ د افغانستان سرپرست حکومت وایي، افغان ځواکونو په سیمه کې یوه پخوانۍ پوسته ترمیموله چې پاکستاني ځواکونو ډزې پرې وکړې او بیا د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه. له دې نښتې وروسته پاکستان لس ورځې د تورخم دروازه وتړله.

د راپورونو له مخې، د پاکستان پولیسو تېره یوه اونۍ په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال ونیول او د دغه هېواد سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ وویل چې حکومت یې پلان لري په دغه هېواد کې د مېشتو غیرقانوني افغان کډوالو نیولو په موخه پراخ عملیات ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اسیا او پاسفیک سیمه‌ییز دفتر له مشر ایندریکا راتوتي ویلي چې دی پاکستان ته ځي او د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان کډوالو د کډوالۍ اسنادو پر تمدید او بې‌اسنادو کډوالو ته د اسناد پر ورکولو خبرې کوي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغانانو د نیولو بهیر سمدستي ودروي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا تېره اونۍ له کوربه هېوادونو وغوښتل چې په جبري ډول د افغان کډوال له ایستلو ډډه وکړي او له هغوی سره د نړۍوالو قوانینو او تړونونو مطابق چلند وکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کابل کې ولیدل. هغه په دې لیدنه کې ویلي چې امنیتي مسایل دې د ګډو کمېټو له لارې حل شي او لویې عبوري لارې دې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو له امله نه تړل کېږي.

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه په یوه راپور کې وویل چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له میاشتې د روان ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱مې پورې یې د ۲۹ ولایتونو توقیف‌ځایونو کې او د توقیف پر مهال د اسلامي امارت له خوا په زندانونو کې له بشري حقونو د سرغړونې څه باندې ۱۶ سوه قضیې ثبت کړې چې د افرادو له نیولو وروسته د توقیف پر مهال دي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه راپور پروپاګنډ وباله، ویې ویل، په زندانونو کې د بندیانو لپاره ټول خدمات شته، روزنه ورکول کېږي، حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي، ښه امکانات ورته برابر شوي او هیڅ بندي له کړاو سره مخ نه دی. د هغه په وینا، په داسې حال کې بیا هم په دې اړه ناوړه تبلیغات خپرول او اسلامي نظام پسې پروپاګند کول، عقده‌يي چلند دی چې باید ودرېږي.

له افغانستان سره مرستې

تېره اونۍ له افغانستان سره، ترکیې د شل ټنه طبي توکو مرسته وکړه، د اسیا پراختیايي بانک د ۴۰۰ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړه او اروپايي ټولنې د ۱۴۰ میلیون یورو مرستو ژمنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال مارک پوتزل د پخلاینې مخکنۍ شورا له رییس ‌ډاکټر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره د مرستو دوام ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال پروګرام اجرائیوي مدیر ویلي چې دغه سازمان په افغانستان کې د راتلونکې ميلادي میاشتې تېرولو لپاره کافي بودجه نه لري او که ترلاسه یې نه شوه کړای، اړ دی دغه هېواد پرېږدي.

Views: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.