Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت وايي په ۱۷ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، واورو او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې د تلې په ۶مه او ۷مه د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، تخار، سمنګان، بامیان، ننګرهار، لوګر، کابل، میدان‌وردګ، پکتیا او خوست ولایتونو کې کې د سختو اورښتونو، واورو او سېلابونو راوتلو احتمال شته دی.

د سرچینې په خبره، بېلابېلو سیمو کې د اورښت کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دغه راز سرچینې لیکلي چې د سالنګونو په ګډون لوېدیځ، سوېل، سوېل‌ختیځ، سویل‌لوېدیځ، شمال، شمال‌ختیځ او مرکزي ولایتونو کې له دُړو سره مل د نسبتاً شدید بادونو اټکل هم شوی دی.

یاد وزارت لیکلي چې په بېلابېلو سیمو کې د باد سرعت په ساعت کې له ۲۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.