خوستښار (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): د خوست د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې له دوو زرو ډېر ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.
هغوی زیاتوي چې دغه ماشومان د خوست ترڅنګ د هېواد د ځينو نورو ولايتونو اوسېدونکي هم دي چې کورنۍ يې د بېوزلۍ له امله دغه ولايت ته ورکډه شوې دي.
د دغو ماشومانو له ډلې يو هم د لغمان اوسېدونکی لس کلن شمسالرحمن دی چې دا مهال د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې له خپل پلار او دوو وروڼو سره - چې تر ده مشران دي - يو ځای د خښتو په بټۍ کې کار کوي.
دی سهار د لمر له راختو سره سم دې بټۍ ته ځي او تر ماښام پورې هلته کار کوي.
هغه وايي: «زه خښتې اچوم، قالب ډکوم او هلته يې خالي کوم؛ سختي ده، پيسې نه لرو، مجبوره يو؛ ځکه دلته کار کوو.
د شمسالرحمن پلار محمداکبر وايي، شاوخوا څلور کاله کېږي چې د خښتو په دې بټۍ کې کار کوي.
هغه پژواک ته وويل، شمسالرحمن او نور زامن يې ښوونځي ته تلل خو دا چې د کورنۍ اقتصادي ستونزې يې ورځ تر بلې زياتېدې، ښوونځی يې پرېښوده او اوس له ده سره د خښتو بټۍ کې کار کوي.
د نوموړي په وينا، ښه پوهېږي چې دغه کار يې د بچيانو له توان او طاقته لوړ دی، خو دا هر څه د خپلې مجبورۍ له مخې کوي.
نوموړی زياتوي: «يو اتم صنف کې و، هغه نه مکتب پاتې شو، بل شپږم کې و، هغه نه مکتب پاتې شو او دا دويم کې و، دا مې هم ځان سره راوستی دی، دغلته لګيا يو خپله مزدوري کوو، سهار راوځو، ماښام ځو.»
د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی ۱۲ کلن عثمانالله يو بل ماشوم دی چې د خښتو په يوه بله بټۍ کې کار کوي.
هغه پژواک ته وويل، که څه هم د ده په څېر د کمعمره ماشومانو لپاره د خښتو بټيو کې کار کول سخت دي خو د کور د يوازېني سرپرست په توګه اړ دی دغه دروند کار وکړي؛ ځکه پلار يې مړ دی.
هغه زياته کړه: «د کورنۍ د ساتنې لپاره له ما نه مکتب پاتې دی، دلته بټۍ کې کار کوم، په کور کې راته وايي چې اوړه راوړه، نور سامان نشته؛ ځکه غريبي ده؛ مکتب څلورم صنف کې رانه پاتې شو.»
بلخوا د خوست د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي امر صاحبجان حقاني وايي، د دوی د شمېرو له مخې، په دغه ولايت کې له دوو زرو ډېر ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د دغو ماشومانو ډېره برخه د ګاونډ او د هېواد د نورو ولايتونو څخه دي چې د بېوزلۍ له امله دغه ولايت ته را ګډه شوي دي.
دی زياتوي: «د دغو ماشومانو د تعليم او تربيې او همدا شان د دوی د کورنۍ د نفقې پيدا کېدلو لپاره موږ له مختلفو موسساتو سره برنامې په کار اچولې دي، انشاالله ډاډ درکوو چې په نږدې وخت کې به ۴۷۴ ماشومانو او ځوانانو ته د حرفوي زدهکړو زمينه برابره کړو چې خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه لاس ته راوړي.
د افغانستان د کار په قانون کې له ۱۸ کلونو پر کمعمره ماشومانو درانه کارونه منع دي، خو د ځينو حکومتي سرچينو له قوله، لا هم په هېواد کې ۱.۲ ميليون ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.
خو حکومتي مسوولين وايي، هڅه کوي چې د نړۍوالو ادارو په همکارۍ دا شمېر راټيټ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP