ایبک (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د سمنګان ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز او اوو ولسوالیو د لسګونو ورزشکارانو په ګډون د کورش سیالیو درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې.
د سمنګان د بدني روزنې امر محبالله محبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې سیالیو موخه د پهلوانانو ترمنځ سوله او یووالی دی او په عین وخت کې د افغانستان د غوراوي لیګ ته د غوره کسانو ورپېژندل دي.
د محبي په خبره، په سمنګان کې د دغو سیالیو ترسره کول د کورش ورزش د ودې لپاره مهم دي او د دوام لپاره یې هڅې روانې دي.
ورته مهال، د سمنګان د کورش ځيني ورزشکارانو د ولایتي سیالیو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي شکایت لري او وایي چې د دغه ولایت خلک د کورش له ورزش سره ډېره لېوالتیا لري، خو د دغو سیالیو لپاره یې ځانګړی ځای په نظر کې نه دی نیول شوی.
د سمنګان یو کورشکار نصیراحمد مبارز وایي، ورزشي سیالۍ، په ځانګړي ډول د کورش سیالۍ مهمې دي او د دغه ولایت اوسېدونکي د داسې سیالیو جوړېدو غوښتونکي دي.
د کورش یو ورزشکار صبغتالله چې د دغه ولایت له دره صوف څخه په ۸۱ کیلو وزن کې راغلی او دې سیالیو کې یې ګډون کړی وایي: «له مسوولینو غواړم چې د دغه ولایت ورزشکاران وهڅوي، د پرمختګ او په عین حال کې د ځانګړي ځای زمینه ورته برابره کړي.»
د بغلان د سامبو او رستمي غېږې فدراسیون مسوول سید حشمتالله سادات چې په سیالیو کې د داور په توګه ټاکل شوی و وایي، په څو راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې د ملي ټیمونو سیالۍ پیل شي، نو هڅه کېږي چې د افغانستان د کورش غوراوي لیګ ته د ولایتونو غوره کسان وټاکل شي څو کورشکاران د هېواد په کچه و لوبېږي.
سادات وایي، په افغانستان کې د کورش ورزشکارانو لویه ستونزه د بهرني سفرونو نشتوالی او له هېواده بهر سیالۍ دي چې مسوولین دې په دې برخه کې پاملرنه وکړي.
د دغو سیالیو یو کتونکی عبدالصمد وایي، داسې سیالۍ د خلکو ترمنځ ورورګلوي او یووالی راولي؛ ځکه چې ټول قومونه د ورزشکارانو د هڅونې لپاره تر یوه چتر لاندې راټولېږي.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې د دغه ولایت د مرکز او اوو ولسوالیو د اوو کلپونو د کورش ۱۲۰ ورزشکارانو ګډون کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP