ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

سمنګان کې د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

author avatar
7 Oct 2023 - 17:05
سمنګان کې د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
author avatar
7 Oct 2023 - 17:05

ایبک (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د سمنګان ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز او اوو ولسوالیو د لسګونو ورزشکارانو په ګډون د کورش سیالیو درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې.

د سمنګان د بدني روزنې امر محب‌الله محبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې سیالیو موخه د پهلوانانو ترمنځ سوله او یووالی دی او په عین وخت کې د افغانستان د غوراوي لیګ ته د غوره کسانو ورپېژندل دي.

د محبي په خبره، په سمنګان کې د دغو سیالیو ترسره کول د کورش ورزش د ودې لپاره مهم دي او د  دوام لپاره یې هڅې روانې دي.

ورته مهال، د سمنګان د کورش ځيني ورزشکارانو د ولایتي سیالیو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي شکایت لري او وایي چې د دغه ولایت خلک د کورش له ورزش سره ډېره لېوالتیا لري، خو د دغو سیالیو لپاره یې ځانګړی ځای په نظر کې نه دی نیول شوی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.