خوست ښار (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): د خوست د جلغوزو سوداګر او کروندګر وايي، حکومت یې دې حاصلاتو ته له چين سربېره بل نړۍوال مارکېټ هم پيدا کړي، څو پاکستان ته د جلغوزو د قاچاق مخه ونيول شي.
هغوی وايي، هر کال زرګونه ټنه جلغوزې په نيمه بيه پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کېږي او هغوی يې په نړۍوالو بازارونو کې په خپل نوم پلوري چې له دې سره هر کال افغان سوداګر ميليونونه افغانۍ زيان ويني.
هغوی وايي، سره له دې چې تېر کال يو اندازه جلغوزې د هوايي دهليز له لارې د چين مارکېټونو ته صادرې شوې، خو لا هم نه دي پلورل شوي.
د معلوماتو له مخې د تېر کال په پرتله سږ کال د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست د جلغوزو حاصلات له نيمايي هم کم دي چې لامل يې ږلۍ او نور طبیعي افتونه ښودل شوي.
د جلغوزو سوداګر خپلې د جلغوزو غوټې د خوست ښار لوېديځ لوري اداري کمپلېکس ته څېرمه په يوه تش ډاک کې لمر ته اچوي، څو وچې شي او څپړل يې اسان شي.
افسرعلي خان يو له دغو سوداګرو دی چې د جلغوزو غوټې يې په دغه ځای کې لمر ته اچولې دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال يې د ۳۰ ميليون پاکستانۍ کلدارو په ارزښت د جلغوزو غوټې پېرلې، خو وايي که په چين کې د جلغوزو بازار همداسې سوړ وي، نو ډېر زيان به وويني.
هغه وویل، سره له دې چې تېر کال يوه اندازه جلغوزې د هوايي دهليز له لارې چين ته صادرې شوې، خو لا هم نه دي پلورل شوي.
دی زياتوي: «لومړۍ غوښتنه مو دا ده چې جلغوزې بايد دلته په مارکېټ کې په افغانيو خرڅې شي، بل دا مالونه پاکستان ته ځي او هغه يې په خپل نوم خرڅوي، نو د افغانستان له لارې بايد ورته لار جوړه شي، چين او نورو داسې هېوادونو ته او دلته ورته سړې خونې جوړې شي.»
د جلغوزو يو بل سوداګر ميرزا علي پژواک ته وويل چې دوی نه غواړي خپل جلغوزې پاکستان ته يوسي، ځکه هلته ترې په نيمه بيه غوښتل کېږي.
نوموړي په خپلو خبرو کې له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې افغان سوداګرو ته له چين سربېره نورو هېوادونو ته هم د جلغوزو د صادراتو زمينه برابره کړي.
هغه وايي: «پاکستان له موږ څخه په ډېره ټيټه بيه جلغوزې وړي، همداسې که نور ميوه جات وي، غوښتنه مو دا ده چې موږ ته چين ته پخه لار جوړه شي.»
د ځينو شمېرو له مخې تېر کال د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو له ځنګلونو شاوخوا ۱۵ زره ټنه جلغوزې راټولې شوې وې چې د يو پاخه من جلغوزو بيه چې ۵۲ کيلو کېږي، سل زره افغانيو ته رسيده.
د خوست اداري کمپلېکس مخې ته د يادو جلغوزو په څپړلو سره سلګونه بېوزلو ښځو، نارینهوو او ماشومانو ته هم دا موقع په لاس ورغلې چې د ژمي لپاره د سون توکي برابر کړي.
هغوی جلغوزې څښتن ته پرېږدي او تشې غوټې د سون توکو په توګه له ځان سره خپلو کورونو ته وړي.
شاوخوا ۵۵ کلن عالم خان يو له هغو کسانو دی چې دغه ځای ته هر سهار د غوټو د څپړلو لپاره ورځي او د مازديګر تر پنځو بجو پورې کار کوي.
هغه وايي: «سهار شپږنيمې بجې له کوره حرکت را وکړم، دلته اووه بجې رسېږم، تر مازديګره پورې په څه خواريو يوه بوجۍ ډکه کړم، بس دا غريبي وکړم مازديګر بېرته کور ته ځم، څه وکړم بله چاره نشته.»
ورته مهال د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر نواب اميرزی بيا وايي افغانستان د جلغوزو ترڅنګ په نورو برخو کې هم ګڼ توليدات لري، نو يوازې د چين په مارکېټ باندې بايد تکيه ونه شي.
نوموړي پژواک ته وويل، اوسنۍ سرپرست حکومت بايد د دې ستونزې د حل په موخه د نړۍوال تجارتي سازمان له غړو هېوادونو سره چې افغانستان يې هم غړيتوب لري، اقتصادي اړيکې پياوړې کړي.
هغه زياته کړه: «يوازې په چين باندې نه کېږي، موږ ډېر صادرات لرو او دا صادرات بايد د نړۍوال تجارتي سازمان چې موږ يې غړيتوب لرو او د هغه له غړيتوب په سمه توګه ګټه پورته کړو، له دولته مو هيله دا ده چې تعامل وکړي او دا تعامل نه يوازې سياسي بلکې اقتصادي تعامل وي چې موږ وکولی شو خپل توليدات د افغانستان د ملي هويت په څرګندولو سره په جهاني بازارونو کې خرڅ کړو.»
بلخوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني بيا پژواک ته وويل، اړونده حکومتي ادارې په دې هڅه کې دي چې د جلغوزو يادو سوداګرو ته ټولې اسانتياوې برابرې کړي.
د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم د هوايي دهلیز له لارې ۶۰ ټنه جلغوزې چین ته صادرې شوې.
Views: 70
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن