جلالاباد (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۲): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د پنبې حاصلات ډېر شوي، خو کروندګر غوښتنه کوي چې د پنبې حاصلاتو ته بايد مناسب بازار پيدا شي.
د یاد رياست د معلوماتو له مخې، سږ کال ننګرهار کې په ۲۸۹۸ هکټاره ځمکه باندې پنبه کرل شوې چې ۴۷۶۲ مټريک ټنه حاصل ترې راټولېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وياند اجمل سبحاني پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت د پنبې په حاصلاتو کې د تېر کال په نسبت زياتوالی راغلی دی.
هغه وایي: «خوشبختانه چې سږ کال د ننګرهار په ۲زره او ۸۹۸ هکټاره ځمکه باندې د پنبې فصلونه کرل شوي، ښه حاصل يې ورکړی او د تېر کال په پرتله حاصل ډېر دی.»
د نوموړي په وينا، سږ کال د پنبې حاصلات ۴۷۶۲ مټريک ټنو ته رسېږي چې د تېر کال په پرتله په کې شاوخوا پنځه سوه مټريک ټنه زياتوالی راغلی دی.
بلخوا کروندګر وايي، کله چې د پنبې فصلونه حاصل ته رسېږي، نرخونه یې ټيټېږي چې ډېر کله د دوی لګښت هم نه پوره کوي.
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د ميرک بېلې سيمې يو کروندګر سيداګر وايي، حاصلات ډېر شوي خو د پنبې نرخونه ډېر ټيټ شوي دي.
دی وايي: «موږ چې کله حاصلات راټول کړو، بازار کې د پنبې او مالوچو قيمت ټيټ شي، څومره مصرف چې موږ کړی وي، بېرته هغه هم نه پوره کېږي، بس دې کې دهقانان خواران هم په تاوان کې شي.»
دغه راز د روداتو ولسوالۍ يو کروندګر سيدمعروف هم وايي، د دوی په سيمه کې کروندې د ټيول (واټرپمپ) په اوبو خړوبېږي چې د فصل تر اخره يوازې د اوبو لګښت له شلو زرو افغانيو ډېر وي، خو بازار کې د پنبې د نرخونو ټيټېدل، د دوی ټوله خواري بېځايه کړي.
کروندګر دغه راز غوښتنه کوي چې د کرنې رياست بايد د اوبه منظم سیسټم د رامنځته کولو، د اصلاح شوو تخمونو او سرې په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.
د سرهرود ولسوالۍ د بهاولۍ سيمې يوه کروندګر محمدافضل وويل، د دوی ډېر لګښت د اوبو دی، حکومت باید ورته د اوبه منظم سيسټم جوړ کړي ځکه اوس دوی فصلونه د ټيولونو په اوبو خړوبوي چې ډېر لګښت پرې راځي.
هغه دغه راز له کرنې رياسته وغوښتل چې له کروندګرو سره د مرستې لپاره بايد دوی ته کيمياوي سرې او تخمونه ورکړل شي او دغه راز د حاصلاتو لپاره مناسب بازارونه پيدا شي.
د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين هم د بازارموندنې او نورې ستونزې مني او وايي، د دغو ستونزو د حل لپاره يې له مرستندويه ادارو سره خبرې کړې دي.
د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني وايي، د کال په هر موسم کې له یو شمېر کروندګرو سره د سرو او اصلاح شوو تخمونو مرسته کېږي، خو دومره نه وي چې ټولو کروندګرو ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP