ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ګونګيانو او کڼو ځانګړي ښوونځي مسوولین: د زده‌کړو لپاره مناسبه ودانۍ نه لرو

خوست کې د ګونګيانو او کڼو ځانګړي ښوونځي مسوولین: د زده‌کړو لپاره مناسبه ودانۍ نه لرو

author avatar
17 Oct 2023 - 17:44
خوست کې د ګونګيانو او کڼو ځانګړي ښوونځي مسوولین: د زده‌کړو لپاره مناسبه ودانۍ نه لرو
author avatar
17 Oct 2023 - 17:44

خوست‌ښار (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۲): په خوست کې د ګونګيانو او کڼو ځانګړي ښوونځي زده‌کوونکي او ښوونکي وايي، هغه ډول چې لازمه ده زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو زمينه نه ده برابره شوې.

د دغه ښوونځي مسوولین وايي چې دا ښوونځی تر دې دمه خپله ځانګړې ودانۍ نه لري او د خوست د ميخانيکي انستيتیوت اړوند تعمير څخه ګټه اخلي.

حيات‌الله د دغه ښوونځي د نهم ټولکي یو زده‌کوونکی دی.

هغه چې خبرې نه شي کولای د لاس په اشارو يې پژواک خبري اژانس ته وويل، په ډېر شوق سره زده‌کړې کوي، خو د ځانګړي تعمير، د کافي کتابونو، مېز، چوکۍ او د نورو درسي لوازمو نه شتون دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وويل: «ستونزې مو بيخي ډېرې دي موږ څو ځله له مشرانو د يادو ستونزو د حل غوښتنه کړې، خو تر اوسه په خپل ځای پاتې دي او موږ ډېر په تکليف کې يو.»

یوه بل زده‌کوونکي زينت‌الله پژواک ته وويل چې د دوی ډېری زده‌کوونکي بې‌وزله دي او له ډېرو لرو سیمه دغه ښوونځي ته د زده‌کړو لپاره راځي.

هغه وايي: «موږ فرشونه چوکۍ او ميزونه نه لرو. کتابونه او قلمونه هم نه لرو؛ ځکه چې زموږ زده‌کوونکي غريبان دي او له ډېر لرې ځایونو راځو، حتی د کرايې پيسې هم نه لرو.»

ورته مهال د یاد ښوونځي ښوونکي بيا وايي، د دوی ټول تدريس په اشاروي ژبه دی نو له مسوولينو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې ورته د ظرفيت لوړونې پروګرامونه برابر کړي.

يوه ښوونکي نورزا علي پژواک ته وويل: «دلته موږ په لږو امکاناتو سره زده‌کوونکو ته تدريس کوو، چاپېريال سم نه دی، غوښتنه مو دا ده چې د ښوونکو د ظرفيت لوړونې په برخه کې لنډمهاله او اوږدمهاله ورکشاپونه جوړ شي.»

بلخوا خوست کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو امر انجينر عابدالرحمن عابد د دغه ځانګړي ښوونځي ستونزې پر ځای بولي او وايي چې د اړوندې برخې مرکزي ادارې ورسره په نږدې راتلونکي کې د یادو ستونزو د حل ژمنه کړې ده.

هغه زياتوي: «په دې لیسه کې ګونګیان او کاڼه زده‌کوونکي دي، د دهغوی لپاره بېل تعمیر ته ضرورت دی، مسلکي استادانو ته ضرورت دی او داسې د لیلیې سیستم ته، نو په دې برخه کې موږ بار بار له مرکز غوښتنې کړې او ان‌شاءالله په راتلونکي کال کې به حل شي.»

د یادونې ده، د ګونګيانو او کڼو د ليسې دورې دغه ښوونځي په ۱۳۹۰ لمريز کال کې فعاليت پيل کړی چې نږدې دوه سوه زده‌کوونکي لري او ټول يې نارينه دي.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.