کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): د محمدنصیر په نوم یو ځوان چې له اتو کلونو راهیسې کابل ښار کې بوټونه ګنډی او رنګوي وایي، ورځنی عاید یې ډېر کم دی خو بیا هم ډېره هڅه کوي پر خپلو اولادونو زدهکړې وکړي څو روښانه راتلونکې ولري.
د کابل ښار شهرنو کې د حاجي یعقوب جومات دېواله سره ناست یو شمېر موچیان چې د خلکو بوټونه ګنډي، د پژواک خبریال دغه ځای ته ورغلی و او له یوه موچي سره یې ځانګړې مرکه کړې ده.
د کابل ښار لومړۍ ناحیې د سنګتراشۍ اوسېدونکی ۳۳ کلن محمدنصیر یو له یادو موچیانو دی چې له اتو کلونو راهیسې دلته بوټونه ګنډي.
هغه واده کړی او د درېیو ماشومانو پلار دی؛ اوسمهال له خپلو اولادونو سره په یوه کرایي کور کې ژوند کوي.
محمدنصیر وایي، د اقتصادي ستونزو له امله یې له دوولس کلنۍ دغه کسب پیل کړی نو ځکه د سواد له نعمته بېبرخې دی.
هغه هره ورځ سهار اووه بجې له خپلو وسایلو سره له کوره راوځي او تر خپل کارځایه پر بایسکل ځي.
هغه چې په خاورو سپېرې تورې جامې پر ځان وې او تور د سړیو بوټان یې ګڼدل، وویل، دا کسب له پلاره ور پاتې دی، یوازې دی نه، بلکې یو بل ورور او د تره زامن یې هم موچيتوب کوي.
محمدنصیر زیاتوي: «پلار مې له پخوا همدا موچيګري کوله، زه هم دوولس یا دیارلس کلن وم چې له خپل پلار سره تر ډېر وخته شاګرد وم، کله مې چې پلار وفات شو، بیا مې خپله همدا کار پیل کړ.»
هغه چې د خبرو پر مهال یې هر خوا سترګې غړولې او په تمه و که کوم مشتري د بوټ ګڼدلو یا رنګولو لپاره ورته راشي، وویل، په تېر نظام کې د موچیانو کار ښه و خو اوس یې کاروبار خراب شوی دی.
هغه زیاته کړه: «په تېر دولت کې کار ښه و، هره ورځ به مې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ سوه افغانیو کار کاوه، اوس کار نشته، هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانۍ کار کوم، هغه هم که برابر شي.»
د نوموړي په خبره، کومه ګټه چې ترلاسه کوي، په ډېرې سختۍ پرې د خپلې پنځهکسیزې کورنۍ نفقه برابروي.
هغه زیاته کړه: «کوم کور کې چې اوسېږو، د یوه کال کرایه یې راباندې پاتې ده، د اوبو او برق بلونه هم د دوو او درېیو کلونو پاتې دي، همدومره کېږي چې ورځ تېروو.»
که څه هم اقتصادي ستونزې یې ځوروي خو له خپلو اولادونه سره یې خندل، په مینه یې ورسره خبرې کولې او په غېږ کې یې نیول.
محمدنصیر خپلې اوسنۍ اقتصادي ستونزې د بې سوادۍ له امله ګڼي او د هر چا لپاره د علم او زدهکړو ترلاسه کول اړین ګڼي او وایي، هڅه کوي چې اولادونه یې تعلیم او تحصیل وکړي.
هغه وايي: «یو زوی مې ښوونځي ته ځي، نهه کلن دی، دوه نور زامن مې یو شپږ کلن او بل درې کلن دي چې په کور کې دي، هڅه کوم چې ټول زدهکړې وکړي.»
د محمدنصیر مشر زوی محمدنذیر چې د تمیم انصار ښوونځي د درېیم ټولګي زدهکوونکی دی، وایي، د ټولګي دویم نومره دی او مور یې ورسره درسونو کې مرسته کوي.
محمدنذیر وايي: «غواړم په راتلونکي کې ډاکټر شم، خلکو ته خدمت وکړم، کله چې زه ډاکټر شوم هر چا چې مرسته غوښته، ورسره کوم یې.»
هغه دغه راز زیاته کړه: «زه له حکومته غواړم چې پلار ته مې کار پیدا کړي څو ښه ژوند ولرو.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP