کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): د تېرو اوو ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د افغانیو پر وړاندې د امریکایي ډالرو د ارزښت د ټیټېدو ترڅنګ د قزاقي اوړو او سروزرو بیې لوړې شوې خو د پټرول او ډیزل بیې ټیټې شوې دي.
د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱،۹ سلنه لوړ شوی دی.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجيحسین پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۳،۶۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د تلې په ۲۹مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۵،۱۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانۍ تبادله کېدې.
د حاجي حسين په وينا، د مرکزي بانک له لوري د ډالرو پلورل او په سوېلي ولايتونو کې د پاکستاني کلدارو د راکړې ورکړې بندېدل د امريکايي ډالر پر وړاندې د افغانيو ارزښت د لوړېدو اساسي لاملونه دي.
ورته مهال د کابل ښار د سراى شهزاده صرافانو ټولنې مرستیال حاجي محمدطاهر قيومي په دې اړه پژواک ته وويل: «د ډالر د ارزښت لوړېدل او ټيټېدل به بازار کې عرضې او تقاضا پورې اړه لري؛ بازار کې افغانۍ کمې شوې، خلک خپل ډالر پلوري، له همدې امله د ډالرو ارزښت ټیټ شوی دی.»
هغه زیاتوي چې د هېواد په ځينو ولايتونو کې په ورځنيو راکړو ورکړو کې پاکستاني کلدارو او ايراني تومان څخه کار اخیستل کېده خو اوس دا لړۍ درېدلې او ښايي په راتلونکو ورځو کې د افغانۍ ارزښت لا لوړ شي.
د تېلو د بیې ۳،۵ سلنه ټیټېدل
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې د تېرو اووه ورځو په پرتله نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۷۴ افغانیو ۷۲ افغانیو ته او یو لېتر ډېزلو بیه له ۷۱ افغانیو ۶۸ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د هغه په وینا، د ډیزلو او پټرولو د وارداتو د ډېرېدو او نړۍوال بیې په ټيټېدو سره په کابل ښار کې یې هم بیې ټیتې شوې دي.
خو د کابل ښار کلولهپشته کې ګاز پلورونکي محمدشریف وویل، نن هم د تېرې شنبې په شان یو کیلوګرام ګاز په ۶۰ افغانۍ پلوري.
د قزاقي اوړو بیو لوړېدل
کابل کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو اووه ورځو په پرتله نن د ۴۹ کیلوګرامه اوړو بیه له ۱۶۵۰ څخه ۱۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هغه په وینا، له دې امله چې د سالنګ لار بیارغول کېږي او له قزاقستانه د اوړو واردات کم شوي، بیه یې لوړه شوې ده.
دغه راز د سرچینې د معلوماتو له مخې، نن د تېرې اونۍ په څېر په عمده ډول ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سیله وریجې په ۲۷۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره ۳۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یو شمېر پرچون توکو بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۵۰، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۷۵۰، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۵۵۰، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۴۵۰، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
د سروزرو بیو لوړېدل
د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو اووه ورځو په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۰۰۰ افغانیو ۴۰۵۰ افغانیو ته او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۲۰۰ افغانیو ۳۲۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سروزرو پلورونکو په وینا، کابل ښار کې د سروزرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن