ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د انلاین زده‌کړو پروګرامونو زیاتېدل؛ خو شنونکي دغه پروګرامونه غیر موثر ګڼي

د انلاین زده‌کړو پروګرامونو زیاتېدل؛ خو شنونکي دغه پروګرامونه غیر موثر ګڼي

author avatar
29 Oct 2023 - 18:56
د انلاین زده‌کړو پروګرامونو زیاتېدل؛ خو شنونکي دغه پروګرامونه غیر موثر ګڼي
author avatar
29 Oct 2023 - 18:56

کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): تعلیمي او تحصیلي مرکزونو ته د نجونو پر تګ له بندیز وروسته د نجونو د زده‌کړو لپاره د انلاین کورسونو جوړېدل مخ په زیاتېدو دي، خو شنونکي د دغه ډول پرګرامونو جوړېدل ګټور نه بولي او وايي، انلاین زده‌کړې د حضوري زده‌کړو بدیل نه شي کېدای.

د ۱۴۰۰ هـ.ش کال د زمري په ۲۴مه په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته، د اسلامي امارت مشرتابه په ښوونځیو کې د نجونو له شپږم پورته ټولګیو ‎فعالیت تر دویم امر پورې وځنډاوه او له هغه وروسته د ۱۴۰۱ کال په مني کې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګېد.

که څه هم د اسلامي امارت چارواکو څو څله ټینګار کړی چې د نجونو د تعلیم او زده‌کړو مخالف نه دي او د یوې ځانګړې طرحې له جوړېدو وروسته به نجونو ته ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو ته د تګ اجازه ورکړل شي، خو تر اوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.

وروسته له هغه چې د زده‌کړو مرکزونو ته د نجونو پر تګ بندیز موده وغځېده، ځینو بنسټونو د انلاین زده‌کړو پروګرامونه جوړ کړي او دمګړۍ په هېواد کې زرګونه نجونې په انلاین بڼه زده‌کړې کوي.

له تېرو دوو کلونو راهیسې د نجونو لپاره د زده‌کړو د لسګونو مرکزونو جوړېدل

د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د هېواد د مرکز او ولایتونو په کچه د نجونو لپاره د زده‌کړې ۸۰ انلاین مرکزونه جوړ شوي چې یو شمېر یې په وړیا او ځینې نور بیا د یو څه فیس په بدل کې خپل انلاین خدمتونه وړاندې کوي.

ډېری دغه کورسونه د بېلابېلو ژبو، د ښوونځي د مضامینو، قرانکریم، کمپیوټر او نورو برخو کې دي چې یو شمېر تحصیلي مرکزونو نجونو ته د وړیا انلاین زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د بېلګې په ډول «د افغانستان ازاد پوهنتون» او «د ښځو انلاین پوهنتون» په بېلابېلو څانګو کې نجونې جذب کړې او په وړیا ډول انلاین درس ورکوي.

د یادولو ده چې د دغو کورسونو میاشتنی فیس له ۵۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانیو دی خو په تحصیلي مرکزونو کې د زده‌کړو د دورو فیس بیا تر دې لوړ او د هرې څانګې توپیر لري.

د انلاین کورسونو د ګډونوالو بېلابېل نظرونه

د کابل پوهنتون د ژبې او انګلیسي ادبیاتو پوهنځي د دویم کال زده‌کړیالې ساره صالحي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د زده‌کړو مرکزونو ته د نجونو پر تګ له بندیز وروسته په څو انلاین کورسونو کې زده‌کړې کوي.

هغې زیاته کړه: «په دغو شرایطو کې چې موږ له درس او زده‌کړې لرې پاتې یو، که څه هم چې انلاین کورسونه د حضوري درسونو بدیل نه‌ شي کېدای او ډېرې ستونزې لري، خو بیا هم غنیمت دي.»

ساره اوسمهال په انلاین ډول د انګلیسي ژبې د زده‌کړې تر څنګ د عربي، ترکي او الماني ژبو پر زده‌کړه هم بوخته ده.

نوموړې وویل، انلاین کورسونه وړیا دي او درسونه د واټساپ له لارې تدریس کېږي.

خو د کابل ښار یوه اوسېدونکې هاجره چې په یوې انلاین تعلمي دورې کې یې نوم‌لیکنه کړې وه، وایي: «ما دوه شپې درس ولوست خو ګټور نه و، څوک ترې څه نه زده کوي او د انټرنېټ مصرف یې هم بیخي ډېر دی.»

هغه له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د تعلیم او تحصیل دروازې پرانیزې.

کارپوهان: اوږود مهال کې به د انلاین زده‌کړو کورسونه خطرناکې پایلې ولري

کابل ښار کې د خصوصي لوړو زده‌کړویوې موسسې استاد جاوید مومند وویل: «کله چې اسلامی امارت حاکم شو، د ټولنې یوه برخه چې ښځې او نجونې دي، له تعلیم او تحصیل څخه بې برخې شوې، له همدې امله ځینو کورسونو، بنسټونو او پوهنتونونو انلاین درسونه پيل کړل، څو له دې لارې له زده‌کړو څخه د نجونو محروم پاتې کېدل جبران کړي.»

هغه زیاته کړه: «کېدای شي ځیني داسې مراکز وي چې له همدې لارې امتیاز ترلاسه کړي، له بهرنیو ارګانونو پیسې واخلي او له دې لارې پروژې ترلاسه کړي، باید ووایو چې که د انلاین کورسونو رامنځته کول د امتیاز ترلاسه کولو په موخه وي، نو اغیزناکه پایله به ونه لري.»

خو سرچینې څرګنده کړه چې انلاین درسونه هیڅکله د حضوري درسونو ځای نه شي نیولی او د حضوري درسونو په څېر موثر نه دي.

نوموړي زیاته کړه: «افغانستان چې یو غریب او وروسته پاتی هېواد دی، د انلاین درسونو په برخه کې ډېرې ستونزې لري، یوه ستونزه یې انټرنېټ ده، ډېری داسې محصلین دي چې د موټر کرایه نه لري او ډېری کورنۍ دي چې د ډوډۍ پیسې نه لري، نو څنګه امکان لري چې د انټرنېټ پیسې پیدا کړي، همدارنګه د برق ستونزې شته، اقتصادي او مدیریتي ستونزې هم شته، زما په اند په وروسته پاتي او درېیمې نړۍ هېوادونو کې غوره پایله نه لري، خو ځیني لنډمهاله ستونزې حل کولای شي.»

دغه راز، د کابل ښار د تعلیم او تربیې پوهنتون یو استاد فرید محمدي وایي، په دې وروستیو کې لیدل کېږي چې انلاین کورسونه د ډېرېدو په حال کې دي او دا پروګرام په لنډمهاله توګه اغیزناکه ثابتېدای شي، خو په اوږود مهال کې هېواد لپاره نه جبرانېدونکي زیانونه رامنځته کولای شي.

هغه زیاتوي: «هغه مهال به هیڅ مرجع نه وي چې وکولای شي د افغانستان ټولنې لپاره ټول مادي او معنوي اوښتې زیانونه جبران کړي.»

هغه وايي چې حضوري درس په افکارو باندې خپل تاثیرات لري، په حضوري درسونو کې د محصل شتون خپله یو رقابت رامنځته کوي، دغه رقابت د دې لامل ګرځي چې هغوی وده او پرمختګ وکړي.

د هغه په وینا، خو محصلین او زده‌کوونکي انلاین درسونه ته د علم زده کړې لپاره ډېره پاملرنه نه کوي؛ ځکه پوهیږي چې شتون مطرح نه دی، غیرحاضري مطرح نه ده، کامیابي او ناکامي مطرح نه ده او جدي پاملرنه نه ورته کوي.

د انلاین کورسونو بنسټګر

د پیام نور ښوونیز مرکز رییس رافع کاتب وايي، د دغه کورس له جوړېدو لس کاله کېږي چې د بهرنیو ژبو، ریاضي او کانکور چمتووالي برخو په ګډون په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.

هغه زیاته کړه: «یو له هغو لاملونو چې موږ انلاین ټولګي رامنځته کړي دا دی: موږ غوښتل چې خپل فعالیت پراخ کړو او زموږ انلاین خدمتونو له حضوري خدمتونو ښه پایله ورکړې ده او دویم لامل دا دی چې له درس او تعلیم بې برخې نجونو ته هم د زده‌کړو زمینه برابره شي.»

د نوموړي په وینا، په انلاین ټولګي کې د زده‌کوونکو شمېر ۵۰۰ دی چې ډېری یې هلکان دي او په حضوري ټولګیو کې څه باندې ۷۰۰ زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

هغه وویل د دوی درسي سیسټم د انلاین له لارې درې میاشتنی، شپږ میاشتنی او یو کلن وي چې هره میاشت له هر زده‌کوونکي ۵۰۰ افغانۍ فیس اخیستل کېږي.

هغه زیاته کړه چې دغه کورس خپل انلاین درسي پروګرام ډېری د واټساپ له لارې مخ ته وړي د نوموړي په وینا، د انټرنېټ ټیټ کیفیت او لوړ قیمت او دغه راز د برېښنا نه شتون د زده‌کوونکو اساسي ستونزې دي.

ورته مهال، د «کورس خانۀ زبان انګلیسی نګرش» بنسټګر محمد داوود نېکزاد وویل، درې کاله کېږي چې په انلاین بڼه د انګلیسي ژبې تدریس برخه کې فعالیت کوي او ډېری زده کوونکي یې هلکان دي.

د هغه په وینا، په دې مرکز کې د هر سمسټر فیس ۱۰۰۰ افغانۍ دی، د کرونا ویروس له خپرېدو او د نجونو د زده‌کړې برخه کې د محدودیتونو له وضع کېدو وروسته یې انلاین تدریس پیل کړی او د ګوګل‌مټ پروګرام له لارې تدریس کوي.

یاده سرچینه وايي چې د دغه کورس له رامنځته کېدو یې نجونو ته د زده‌کړې زمینې برابرول دي.

Views: 145

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.