ژبه

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې په یو ورځنۍ لوبه کې نیپال ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۴): د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې نیپال ته د ۱۳۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې نن په نیپال کې ترسره شوه پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د نیپال پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په یاده سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۰ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې فیصل خان ۹۷، خالد احمدزي ۷۶، برکت ابراهیمزي ۳۵، عذیر خان ۲۴ او عزیز الله میاخېل ۲۱ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې ورکړل شوې هدف د نیپال ۱۹ کلنې لوبډلې پوره نه کړای شو او په ۴۷م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۷۰ منډې جوړې کړې او ۱۳۰ منډو په توپیر یې افغان لوبډلې ته لوبه وبایلله.

د افغان لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې زیت الله شاهین، محبوب خان او واحدالله ځدراڼ ۲-۲، عبدالعزیز خان، نظیف الله امیري او نصرت الله نورستاني بیا د نیپال یو-یو لوبغاړی وسوځول.

د یادونې ده، افغان لوبډله به راتلونکې یکشنبه له نیپال سره دویمه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.