ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستانه راستانه شوي کډوال د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي

له پاکستانه راستانه شوي کډوال د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي

author avatar
1 Nov 2023 - 14:24
له پاکستانه راستانه شوي کډوال د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي
author avatar
1 Nov 2023 - 14:24

جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): په تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه راغلي کډوال وايي چې د پاکستان حکومت له لوري په زور ایستل شوي، دا مهال له ستونزو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتيا لري.

کډوالې کورنۍ چې ډېری يې د لارې کرايه هم نه درلوده او د کور وسايل يې خرڅ کړي، وايي، که افغان حکومت او ملګري ملتونه يې لاسنيوی ونه کړي، په ژمي کې به له لوی کړاو سره مخ شي.

د معلوماتو له مخې، له پاکستانه د کډوالو د راتګ د لړۍ له پيله تر دې دمه شاوخوا شل زره کورنۍ د تورخم له لارې بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي، له دغو ټولو کورنيو سره بېړنۍ مرستې کېږي او د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو سره ثبتېږي.

له پاکستانه د کډوالو د جبري ايستلو پرېکړه شاوخوا یوه میاشت وړاندې د دغه هېواد سرپرست حکومت وکړه او د اکټوبر وروستۍ نېټه چې پرون پای ته ورسېده، ټولو غېر قانوني کډوالو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو وورستۍ نېټه ټاکل شوې وه.

د کډوالو د شمېر زیاتوالي سره د ننګرهار ولايتي ادارې د کډوالو چارو وزارت او يو شمېر نورو وزارتونو سره په همغږۍ د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې تورخم ښارګوټي ته نږدې د کډوالو لنډمهالی پنډغالی جوړ کړ چې لا هم د دغه پنډغالي د جوړېدو کارونه روان دي.

له پاکستان څخه راستنېدونکي کډوال په تورخم کې د کډوالو د مديريت له لوري له ثبت وروسته همدغه موقتي کمپ ته ورځي او هلته د نوبت له رسېدو سره سم ورسره لومړنۍ مرستې کېږي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس حاجي بازمحمد عبدالرحمن وايي، کډوالو ته روغتون جوړ شوی، کمپ جوړ شوی او له راستنېدو سره سم ورسره مرستې کېږي او هم که اړتيا ولري درملنه يې کېږي.

هغه زياته کړه: «هرې کورنۍ سره ۱۰زره او ۹۰۰ افغانۍ مرسته د بېړنۍ مرستې په توګه او دغه شان ورسره د کرايې مرسته هم کېږي چې د هر ولايت کرايه معلومه ده.»

دغه راز د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديق‌الله قريشي بدلون هم پژواک ته وويل، تر اوسه شاوخوا شل زره کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه راستنې شوې چې د غړو شمېر يې شاوخوا ۱۳۰زره کسانو ته رسېږي.

نوموړی زياتوي، غير قانوني کډوالو سره د کورنۍ په سر نږدې ۱۱زره او له راجسټر شوو کډوالو سره د کورنۍ د هر غړي په سر ۳۲۰ ډالر مرسته کېږي.

خو کډوال وايي، له ستونزو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د حضرت علي په نوم له پېښور څخه راستون شوی يو افغان کډوال وايي، څو ورځې يې په دغه کمپ کې تېرې کړې خو لا هم نوبت نه دی ورسېدلی چې مرستې ترلاسه کړي او خپلې سيمې ته ولاړ شي.

هغه وايي: «هغه وطن کې که موږ ته حق نه رارسېده خو هغه پردی وطن و، موږ ته په خپل وطن کې انصاف نه رارسېږي، نن زموږ دويمه شپه ده، اوس نه پوهېږو چې زموږ نوبت به کله رارسېږي.»

بلخوا راستانه شوي کډوال پاکستان کې د دغه هېواد د پوليسو له ناسم چلند هم شکايت کوي او وايي، له ټولو قوانينو خلاف عمل ورسره شوی دی.

محمد جميل چې د پاکستان په پنجاب ايالت کې اوسېده او اوس په زور را ايستل شوی، وايي، پوليسو يې د کور وسايل سړک ته غورځولي وو.

هغه زياته کړه: «موږ سره د لارې کرايه هم نه وه، د کور شيان مو په نيمو نیمو پيسو خرڅ کړي، د کفارو نه يې هم بد چلند راسره کړی.»

عبدالله چې د پېښور ښار اړوند پبو سيمه کې اوسېده او د کار لپاره له کوره بهر تللی و، وايي، له کوره ورپسې زنګ راغی چې پوليسو يې وسايل سړک ته غورځولي دي.

هغه وايي: «موږ سره پاکستان کې ډېر بد سلوک وشو، کوم ټايم (وخت) چې پاکستان ورکړی و، اول تاريخ باندې، موږ پسې اول ښځې کور ته راغللې چې ستاسو وخت پوره دی ووځئ، په دويم ځل پوليس راغلل هغوی هم موږ ته وويل، په درېيم ځل زه کار کې وم، کور نه راپسې رېنګ (زنګ) راغی، ویل يې د کور سامان يې ايستلی بهر سړک ته، بيا مجبور شو چې کډه رابار کړو.»

کډوال وايي، حکومت دې په تورخم کې جوړ شوي لنډمهالي پنډغالي کې دوی ته د اوسېدو پوره اسانتياوې برابرې کړي.

د کډوالو له ډلې ښايسته خان غواړي چې هم دې ورسره بېړنۍ مرستې وشي، هم دې ورته د کار زمينه برابره شي.

دی زياتوي: «کمپ کې هم هیڅ امکانات نشته، خپلو موټرو کې شپې کوو، دلته باید خیمې جوړې شي چې کورنۍ په کې شپې وکړي.»

خو د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولين چې د دغه لنډمهالي پنډغالي د جوړېدو مسووليت پر غاړه لري، وايي، پنډغالي کې به ټولې لومړنۍ اسانتياوې راستنېدونکو کډوالو ته برابرې شي.

د کليو پراختيا رييس مولوي قسمت‌الله مبارز وايي: «دغه کمپ د راستنېدونکو مهاجرو لپاره جوړېږي، موږ ته تقريباً ۶۵۰ جريبه ځمکه د زراعت له خوا نه په واک کې راکړل شوې ده، د پنځه سوه کورونو د جوړېدو پلان دی خو لومړی به د سلو کورنيو لپاره اسانتياوې برابرې شي خو د نورو کارونه به هم ژر پیل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې پرون د رياست‌الوزرا د اداري مرستيال په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی تورخم ته د کډوالو د ستونزو اورېدو او حل لارو د لټولو په موخه تللی دی.

شاوخوا يوه مياشت مخکې د پاکستان لنډمهاله حکومت اعلان وکړ، ټول هغه افغان کډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي چې د کډوالۍ اسناد نه لري، د ځینو راپورونو له مخې، پاکستان کې یو عشاریه څلور میلیونه بې‌اسناده کډوال اوسېږي.

Views: 633

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.