ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستانه راستانه شوي کډوال: حکومت دې زموږ ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي

10 Nov 2023 - 11:18
10 Nov 2023 - 11:18

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۲): ننګرهار ته له پاکستانه راستانه شوي هېوادوال وایي، د خپلو ماشومانو زده‌کړو په اړه جدي اندېښنه لري او زیاتوي چې حکومت دې ورته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

خو د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين ډاډ ورکوي چې د کډوالو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابروي.

عبدالله چې د پاکستان په پېښور ښار کې اوسېده او درېيو زامنو يې په ښوونځیو کې زده‌کړې کولې، وايي، دلته په راتګ يې د اولادونو زده‌کړې نيمګړې پاتې دي.

هغه وايي: «هلته د تعليم بيل سیسټم و، دلته بېل سيسټم دی، موږ نه پوهېږو چې اوس خپل زامن کوم ځای ته يوسو، څنګه وکړو چې تعليم يې پاتې نه شي، ما هلته په خپلو اولادونو په ډېره سخته تعليم شروع کړی و.»

د کډوالو له ډلې خيالي خان چې تازه د پاکستان له پنجابه راستون شوی او د کډوالۍ ژوند يې پای ته رسولی، وایي، اولادونه يې لا کوچنيان وو، د زده‌کړو نه وو، خو را روان کال ښوونځي ته د شاملېدو جوګه کېږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، اسلامي امارت دې د راستنو شوو کډوالو ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړي؛ ځکه هلته پردی وطن و او دوی نه شو کولی چې پر خپلو اولادونو زده‌کړې وکړي خو دلته حتماً زده‌کړې پرې کوو.

عيدمحمد چې د غزني اوسېدونکی دی او د پاکستان په اسلام‌اباد کې يې ژوند کاوه، وايي، هلته يې له بېوزلۍ پر ماشومانو عصري زده‌کړې نه دي کړي او ديني زده‌کړې يې پرې کولې.

دی غوښتنه کوي چې دلته دې حکومت د دوی اولادونو ته د ديني او عصري زده‌کړو زمينه برابره کړي.

په همدې حال کې د ننګرهار پوهنې رييس مفتي حبيب حضرت حقاني وايي، له کډوالۍ راستنيو شوو ټولو کډوالو ته به په ننګرهار کې چې پاتې کېږي، د زده‌کړو زمينه برابره کړي.

دی وايي، همدا اوس د يو شمېر موسسو په همکارۍ په تورخم کې پر ماشومانو قرطاسيه وېشل کېږي چې هغوی له زده‌کړو سره مينه پيدا کړي او هغه ځوانان او ماشومان چې هلته ښوونځيو کې وو، دلته ورته د سويې د تثبیت ازموينې زمينه برابرېږي چې په اړوندو ټولګیو کې بېرته زده‌کړې پیل کړي.

د پوهنې د رييس په وينا، که چېرې ګڼ راستانه شوي هېوادوال په يو ځای کې يا کوم پنډغالي کې ځای پر ځای شي، دوی به ورته ځانګړی ښوونځی هم جوړ کړي او ښوونکي به يې هم له همدغو کډوالو چې زده‌کړې ولري وټاکل شي.

د پاکستان د پرېکړې له مخې، په دغه هېواد کې ټولو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی چې ياد هېواد پرېږدي که نه په زور به و ایستل شی.

د رسمي ارقامو له مخې، تر اوسه یوازې د تورخم دروازې له لارې ۵۰ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

Views: 130

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version