Pajhwok Afghan News

د هلمند بست روغتون بېړنۍ څانګې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

لښکرګاه (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۲): د هلمند بست ولایتي روغتون کې ‎د بېړنۍ څانګې لپاره د څه باندې ۹ میلیون افغانیو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د لښکرګاه ولایتي روغتون لپاره د ۹ اعشاریه دوه میلیون افغانیو په لګښت د بېړنۍ څانګې د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

هغه زیاته کړه، یاده ودانۍ د عامې روغتیا وزارت له بودجې په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي او چارې به يې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

دی وايي: «د دې پروژې ټول لګښت د ودانۍ په ګډون ۴۸ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او یادې پیسې د اسلامي امارت له خپلې داخلي بودجې ورکول کېږي.»

هغه زیاته کړه، ۱۷ میلیون افغانۍ د روغتون د تجهیز او پرسونل، ۱۰ میلیونه د درمل او څلور میلیون د اکسېجن او امبولانس برخو لپاره په پام کې نیول شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمداسحاق صاحب‌زارده چې د دې ودانۍ د کار د پیل په مراسمو کې يې ګډون درلود، وویل، هلمند ګڼ نفوسه ولایت دی او دوی به د خلکو له اړتیا سره سم خدمات وړاندې کوي.

دی وايي، د لښکرګاه ولایتي روغتون د بېړنۍ څانګې ودانۍ به ۱۵ بستره ولري او له دې سره به د خلکو ستونزو ته تر یوې اندازې رسېدنه وشي.

هغه وویل چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې د هلمند په نورو ګڼ مېشتو سیمو کې د بېړنیو ناروغانو د درملنې لپاره نورې ودانۍ هم جوړې کړي.

Views: 160

Exit mobile version