ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ترکمنستان نوي جنرال‌کونسل خپل باورلېک د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته وړاندې کړ

14 Nov 2023 - 18:48
14 Nov 2023 - 18:48

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په هرات کې د ترکمنستان نوي ګومارل شوي جنرال کونسل باتیاریالوف خپل «باورلیک» په کابل کې د بهرنیو چار وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ته وړاندې کړ.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې متقي د ترکمنستان جنرال کونسل ته په نوي ماموریت کې د بریا هیله څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت ټولې ادارې چمتو دي چې دوو اړخیزو پروژو کې بشپړه همکاري ولري.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې متقي د ټاپي او ټاپ پروژو د کارونو د عملي پیل په تړاو د افغانستان لخوا بشپړې لېوالتیا سره چمتووالی په ډاګه کړ.

په دغه غونده کې د ترکمنستان نوي جنرال کونسل هم ژمنه کړې چې د هرات ولایت له محلي چارواکو  سره به د اړوندو مسایلو په تړاو له نژدې کار وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version