منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۴ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هرات کې د ترکمنستان نوي جنرال‌کونسل خپل باورلېک د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته وړاندې کړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په هرات کې د ترکمنستان نوي ګومارل شوي جنرال کونسل باتیاریالوف خپل «باورلیک» په کابل کې د بهرنیو چار وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ته وړاندې کړ.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې متقي د ترکمنستان جنرال کونسل ته په نوي ماموریت کې د بریا هیله څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت ټولې ادارې چمتو دي چې دوو اړخیزو پروژو کې بشپړه همکاري ولري.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې متقي د ټاپي او ټاپ پروژو د کارونو د عملي پیل په تړاو د افغانستان لخوا بشپړې لېوالتیا سره چمتووالی په ډاګه کړ.

په دغه غونده کې د ترکمنستان نوي جنرال کونسل هم ژمنه کړې چې د هرات ولایت له محلي چارواکو  سره به د اړوندو مسایلو په تړاو له نژدې کار وکړي.

په دغه غونډه کې په افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف هم ویلي چې په نژدې راتلونکي کې د اسلامي امارت مشران ترکمنستان ته سفرونه وکړي.

هغه، د ټاپي او ټاپ پروژو د عملي کار پیل په تړاو ویلي چې هېواد یې پر ګڼو انتخابونو کار کوي، چې نهايي شي افغان لوري سره به یې شریک کړي.

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.