کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په هرات کې د ترکمنستان نوي ګومارل شوي جنرال کونسل باتیاریالوف خپل «باورلیک» په کابل کې د بهرنیو چار وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ته وړاندې کړ.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې متقي د ترکمنستان جنرال کونسل ته په نوي ماموریت کې د بریا هیله څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت ټولې ادارې چمتو دي چې دوو اړخیزو پروژو کې بشپړه همکاري ولري.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې متقي د ټاپي او ټاپ پروژو د کارونو د عملي پیل په تړاو د افغانستان لخوا بشپړې لېوالتیا سره چمتووالی په ډاګه کړ.
په دغه غونده کې د ترکمنستان نوي جنرال کونسل هم ژمنه کړې چې د هرات ولایت له محلي چارواکو سره به د اړوندو مسایلو په تړاو له نژدې کار وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP