خوستښار (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): خوست کې د ګنيو کروندګر وايي، د نورو کلونو په پرتله يې حاصلات ډېر شوي خو بيه يې له نيمايي هم ټیټه شوې ده.
دغه کروندګر زیاتوي، که حاصلاتو ته يې مناسب مارکېټ پيدا نه شي، ښايي د ګټې پر ځای له تاوان سره مخ شي.
د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست معلوماتو له مخې، سږ کال د دغه ولايت پر ۲۴۰ هکتاره ځمکه ګني کرل شوي وو.
ګل بادشاه د مرکز اړوند د فارم باغ سيمه کې پر خپله دوه جريب ځمکه ګني کرلي دي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم د نورو کلونو په پرتله يې حاصلاتو کې زياتوالی راغلی خو بيې يې هغه ډول نه دي لکه څه ډول چې دوی تمه درلوده.
دی وايي: «نور کلونه به يې مارکېټ ښه و، د ۱۴ کيلوګرامه پاخه من ګنيو بيه ۶۰۰ افغانۍ وه، خو سږ کال درې سوه، دوه سوه پنځوس شاوخوا خرڅېږي؛ سږ کال يې مارکېټ بېخي خراب شوی دی.»
د خوست ګني د پکتيا او پکتيکا ترڅنګ نورو ګاونډ ولايتونو ته هم وړل کېږي.
مامورخان د خوست مرکز اړوند د شمل سيمې يو بل کروندګر دی چې پر څلور جريبه ځمکه يې ګني کرلي او حاصل ته رسېدلي دي.
هغه پژواک ته وويل، که چېرې ښه ساتنه او پالنه يې وشي يو جريب ګني شاوخوا ۹۰ زره افغانۍ جوړوي، خو اوسني مارکېټ ته په کتو دا پیسې نه شي جوړولی.
نوموړی زياتوي: «موږ ته خپل مصارف هم نه پوره کوي؛ تقريباً پر يو جريب تر ۳۵ زره افغانيو مصرف کوو، نو په اوسنيو حالاتو کې موږ ته يو جريب پنځه زره افغانۍ هم نه ګټي؛ که بازار يې لږ ښه شي او دا د نورو ځايونو مېوې بندې شي، بيا به يو څه ګوزاره وشي.»
د ګنيو يو بل کروندګر مجاهد هم له پژواک سره خبرو کې د ګنيو بيو له ټيټوالي شکايت وکړ او ويې ويل چې د ګنيو اوسني نرخ ته په کتو ښايي ډېر کروندګر خپل لګښت هم پوره نه کړي.
بلخوا د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين بيا وايي، دوی تر خپله وسه د کروندګرو ستونزو ته رسېدنه کړې، خو د بيو ټيټوالي مسئله د خلکو په اقتصادي پورې تړلې ده.
د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست د ترويج مدير ولينور خاموش پژواک ته وويل، د اټکل له مخې، سږ کال د ګنيو حاصلات ۱۴۰۰ ټنو ته رسېږي چې د تېر کال په پرتله په کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی.
هغه زياتوي: «د مسلکي کارمندانو او مامورينو په نظارت او د دهقانانو حاصلاتو ته د پاملرنې نتيجه کې د ګنيو حاصلاتو کې زياتوالی راغلی، انشاالله چې په راتلونکي کې به له دې نه د زياتو حاصلاتو شاهدان واوسو.»
د خاموش په وينا، دوی له کروندګرو سره وخت په وخت د کيمياوي سرې او نورو برخو کې اړينې مرستې کړې دي.
Views: 121
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن