ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ا.ا د م.م راپور غبرګون کې: افغانستان ته بايد د سياسي خلا په سترګه ونه کتل شي

ا.ا د م.م راپور غبرګون کې: افغانستان ته بايد د سياسي خلا په سترګه ونه کتل شي

author avatar
22 Nov 2023 - 14:43
ا.ا د م.م راپور غبرګون کې: افغانستان ته بايد د سياسي خلا په سترګه ونه کتل شي
author avatar
22 Nov 2023 - 14:43

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): ا.ا د افغانستان په اړه امنیت شورا ته د وړاندې شوي راپور ځینې برخې ستایي، خو وایي، افغانستان د افغانانو د ځانګړي متنوع جوړښت استازولي کوي، بايد په شخړو کې د ښکېل او داسې هېواد په سترګه ورته ونه کتل شي چې سياسي جوړجاړي ته اړتيا ولري.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د دغه سازمان عمومي سرمنشي انټوني ګوټریش په سپارښتنه د تېرې لړم میاشتې په ۲۸مه امنیت شورا ته د افغانستان په اړه د خپلې ارزونې راپور وړاندې کړ او دې شورا اسلامي امارت ته ځيني وړاندیزونه هم کړي وو.

د راپورونو له مخې، په دې ارزونه کې د افغان حکومت پر رسمیت پېژندنه د افغانستان د نړۍوالو مکلفیتونو په اړه د هغه د ژمنو په رعایت پورې تړل شوې او د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي چې د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیزونه لغوه کړي او د تلپاتې سولې ټینګښت او اقتصادي پرمختګ او ټولګډون حکومت رامنځته کېدو لپاره یو ملي بحث پیل شي، څو په دغه اقدام سره په نړۍوال سيسټم کې د افغانستان عادي کولو او بشپړ ادغام پر لور حرکت وشي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دا چې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا غړي هېوادونه له افغانستان سره تعامل ته لېوالتیا لري، مثبته چاره ده او وخت پر وخت دغه ډول ارزونې د دې لېوالتیا ښه مثال دی.

یاد وزارت د ملګرو ملتونو د یاد راپور له هغو وړاندیزونو هرکلی کړی چې د افغانستان ملي اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته کوي، د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې لار پرانیزي او د افغانستان په محوریت د سیمه‌ییز اتصال او ترانزیټ لارې چارې په کې ارزول کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «افغانستان اوس د يوه پياوړي مرکزي نظام څښتن دی چې د افغانانو د ځانګړي متنوع جوړښت استازولي کوي؛ پر همدې اساس بايد افغانستان ته په شخړو کې د ښکېل هېواد په سترګه ونه کتل شي؛ چې د بين الافغاني خبرو په څېر سياسي جوړجاړي ته اړتيا ولري او نه هم بايد پر داسې موضوعاتو د نړۍوالو وخت ضايع شي؛ دا باید په پام کې ونیول شي چې په افغانستان کې اوس امنیت او ثبات راغلی او ټولې چارې د یوه مرکزي حکومت له خوا اداره کېږي.»

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې د افغانستان حکومت خپلې داخلي چارې مدیریت کړې او هم د خارجي سیاست پر مخ وړلو بشپړ ظرفيت لري؛ نو ځکه خو د ملګرو ملتونو له خوا د موازي ميکانيزمونو جوړول، لکه د خاص استازي ټاکل، د منلو وړ نه دي.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټوني ګوټريش د اپرېل په ۲۵مه د ترکیې مشهور ډیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي او خپلواک همغږي‌کوونکي په توګه ټاکلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «غواړو دا ټکی په مشخص ډول مطرح کړو چې افغانستان ته بايد د يوې سياسي خلا په سترګه ونه کتل شي، بلکې د افغانستان اوسنی حکومت د دې جوګه دی چې خپل ملي او نړۍوال مسووليتونه ادا کړي؛ البته د افغانستان حکومت په خپلو ټولو تعاملاتو کې د افغانانو ديني ارزښتونه او ملي منافع په پام کې نيسي او خپلو داخلي چارو کې هيڅ لوري ته هم د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.»

په اعلامیه کې راغلي، پر داسې مواردو باید فکر وشي چې د افغانستان پاتې ستونزې لکه بېلابېل بنديزونه، کنګل شوې شتمني او بانکي محدوديتونه حل کړي او د متقابل احترام او ګډو ګټو پر اساس ولاړ تعامل رامنځته کړي، نه دا چې حل شوي مشکلات او جنجالونه بیا را تازه شي.

سرچینه دغه راز زیاتوي، پر داسې لارو باید کار وشي چې موخې له اسانه او عملي لارو ترلاسه شي څو د افغانستان او منطقې ګټې په ښه توګه خوندې شي او د افغانستان پر حکومت دې د داسې عقده‌يي فشارونو هڅې نه کېږي چې د اسلامي امارت موجوده متوازن سیاست ته زيان ورسوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د یاد راپور د ځینو نورو برخو ارزونې په اړه راغلي چې په افغانستان کې د جګړې پای، د عمومي عفوې اعلان او تطبیق او د ښځو د بنیادي حقونو لکه د میراث، د خاوند د انتخاب، په محاکمو کې په ازادي سره د خپلو حقوقو غوښتلو حقوقو په اړه د مشرتابه فرمانونه هغه موارد دي چې په واضح ډول ښيي له تحول وروسته د ښځو حقونو ساتنې به باب ښه ګامونه پورته شوي او د پوهنې، روغتیا، کورنیو چارو وزارت او یو شمېر نورو ادارو کې په لسګونه زره ښځینه عملاً کار کوي چې د ملکي کارکوونکو ۲۳.۴ سلنه جوړوي.

سرچينه زیاتوي چې د صنعت او تجارت وزارت په همکارۍ ډېرو ښځینه فعالانو ته د سوداګرۍ او سپکو صنایعو برخه کې د تجارت او صنعت زمينه برابره شوې ده.

د اعلامیې له مخې، اسلامي امارت د دوحې د ژمنې ترڅنګ له ګاونډیو او سیمې ټولو هېوادونو سره نه یوازې ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د هغوی پر خلاف نه کارېږي، بلکې په تېرو دوو کلونو کې عملاً ثابته شوې چې داسې کومه امنیتي پېښه نه ده شوې چې ګواکې د افغانستان له خاورې دې یې سرچینه اخيستې وي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي: «سره له یو اړخیزو او ظالمانه بندیزونو اسلامي امارت نه یوازې دا چې له جدي اقداماتو سره ملي اقتصاد له سقوطه وژغوره، بلکې زېربنايي پروژې يې هم پیل کړې چې ښه مثال یې د قوشتېپې کانال، د سالنګ او کابل – کندهار لويو لارو رغونه، د اوبو بندونه او… دي چې د افغانستان د غذايي او انرژۍ مصئونیت او نورو سهولتونو کې به ډېر مؤثر رول ولوبوي.»

سرچینه زیاتوي چې اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړه، د افغانستان په اوسني حکومت کې قومي، ژبنی، سمتي او مذهبي تعامل تر ډېره مراعات شوی او حکومت لا هم هڅه کوي چې د نظام بڼه د امکان تر بریده لا پراخه کړي.

په اعلامیه کې راغلي: «د ځینو تکراري او ازمویل شوو څېرو بېرته واک ته رسول، له حکومته یو ځل بیا سهامي شرکت جوړول د افغانستان د ملت له تاریخي قربانيو سره په تناقض کې دي.»

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، دا هم د يادولو ده چې د ډېرو نورو مواردو په څېر د همه‌شموليت شاخص د افغانانو او ځينو بهرنيانو ترمنځ ژور توپير لري چې ورته پام په کار دی‌، له امارته د افغانانو د خوښۍ يوه عمده وجه دا هم ده چې د تېرو «مفسدو او ظالمو واکمنو له ظلمونو» يې وژغورل او د قدرت بېلابېلي جزیرې یې ختمې کړي.

Views: 165

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.