ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو د څار سازمان: چین د مسلمانانو جوماتونو پر تړلو او ورانولو لاس پورې کړی

د بشري حقونو د څار سازمان: چین د مسلمانانو جوماتونو پر تړلو او ورانولو لاس پورې کړی

author avatar
23 Nov 2023 - 00:42
د بشري حقونو د څار سازمان: چین د مسلمانانو جوماتونو پر تړلو او ورانولو لاس پورې کړی
author avatar
23 Nov 2023 - 00:42

اټلانټا (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې چينايي چارواکو د دغه هېواد په مسلمان مېشتو سيمو کې یو شمېر جوماتونه تړلي او هڅه کوي چې د دغه هېواد پر مسلمان لږکيو کنټرول ډېر کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د چهارشنبې په ورځ، (د لېندۍ لومړۍ) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د چين حکومت په وروستيو کلونو کې «د جوماتونو د تحکیم» تر پروګرام لاندې په یو شمېر جوماتونو کې یو لړ بدلونونه راوستي چې د هغو د ځینو برخو ویجاړول او بندول هم په کې راځي.

راپور زیاتوي چې په ځینو مواردو کې سیمه‌ییز چینایي چارواکي اسلامي معمارۍ لکه د جوماتونو ګنبدې او منارونه هم ړنګوي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د چین د څانګې مشرې مایا وانګ امریکا غږ ته ویلي، د چین حکومت جوماتونه «تحکیم» نه، بلکې بندوي.

د وانګ په وینا، په چین کې د جوماتونو ویجاړول او بندول په دغه هېواد کې د اسلام د نفوذ او «په ازاده توګه د دیني فریضو د مخنیوي» لپاره د بیجینګ د هڅو یوه برخه ده.

خو په واشنګټن ډي‌سي کې د چین سفارت د بشري حقونو د څار سازمان د راپور موندنې رد کړې او ویلي یې دي چې بیجینګ «د قانون سره سم د خپلو اتباعو د مذهبي عقیدې د ازادۍ ساتنه کوي».

په امريکا کې د چين د سفارت وياند ليو پينګيا وويل: «په چين کې بېلابېلې مسلمانې ډلې د مذهبي عقیدو، مقرراتو او دوديزو دودونو پر بنسټ د خپلو مذهبي مراسمو په ترسره کولو کې ازادې دي.»

هغه د بشري حقونو د څار ادارې راپور ته په غير مستقيم ډول په اشارې وویل: «د حقایقو درناوی وکړئ، تعصب یوې خواته پرېږدئ او بې بنسټه تبلیغات بند کړئ.»

د بشري حقونو څار سازمان د چین د دولتي اسنادو، د رسنیو راپورونو او علمي مطالعاتو پر بنسټ ویلي، په جوماتونو کې د یو لړ بدلونونو کمپاین په ۲۰۱۶ کال کې د چین د ولسمشر شي جینپینګ له غوښتنې وروسته پیل شو چې د بېلابېلو دینونو او مذهبونو د «چیني کول» یې غوښتل.

شي جینپینګ په تېره اګست مياشت کې د شین ژیانګ ولايت ته د سفر په ترڅ کې چې ډېری اوسېدونکي يې اويغور مسلمانان دي د بېلابېلو دینونو او مذهبونو د «چیني کولو» تګلارې پر پلې کېدو ټينګار وکړ.

د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د چین حکومت په شین ژیانګ کې د اویغورو د ځپلو او ځورولو لپاره پراخ کمپاین پیل کړی، خو چین دا تورونه ردوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د چین د کمونست ګوند د یوه سند پر بنسټ ویلي چې د بېلابېلو دینونو او مذهبونو د «چیني کولو» او «د جوماتونو تحکیم» پروګرام موخه، اسلامي «دود او دستور» ته د چینايي بڼې ورکول او د جوماتونو د شمېر کمول دي. د دغو پروګرامونو په چوکاټ کې، چینايي چارواکو په شین‌ژیانګ کې دوه پر درېیمه جوماتونه ویجاړ کړي او تړلي دي.

که څه هم چینايي چارواکو ویلي، د جوماتونو له ړنګولو او تړلو یې موخه د دغه هېواد په کلیوالو سیمو کې پر مسلمانانو د «اقتصادي بار کمول» دي، خو په ډېرو مواردو کې د جوماتونو د ویجاړولو هڅې د ځايي مسلمانانو له مقاومت او د پولیسو سره په شخړو تمامه شوې ده.

د یادونې ده، په چین کې شاوخوا ۲۰ میلیونه مسلمانان مېشت دي.

په دې راپور کې د امریکا غږ له خبره استفاده شوې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.