ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د نابینایانو ځانګړې دیني مدرسې زده‌کوونکي د دغه مرکز خدمتونو د پراخېدو غوښتنه کوي

جوزجان کې د نابینایانو ځانګړې دیني مدرسې زده‌کوونکي د دغه مرکز خدمتونو د پراخېدو غوښتنه کوي

author avatar
23 Nov 2023 - 16:47
جوزجان کې د نابینایانو ځانګړې دیني مدرسې زده‌کوونکي د دغه مرکز خدمتونو د پراخېدو غوښتنه کوي
author avatar
23 Nov 2023 - 16:47

شبرغان (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۲): جوزجان کې یو شمېر نابینایان چې په یوه دیني مدرسه کې د دیني زده‌کړو او بریل لیک زمینه ورته برابره شوې، له حکومته غواړي چې د دې مدرسې خدمتونه لا پراخ کړي.

د یادونې ده، شاوخوا دوه میاشتې مخکې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار کې د نابینایانو ځانګړې دیني مدرسه جوړه شوه چې اوسمهال په دوو جلا وختونو کې ۸۰ زده‌کوونکي په کې زده کړې کوي.

د یادې مدرسې زده‌کوونکي خوښ دي خو د خدمتونو د پراخېدو غوښتنه کوي.

د یادې مدرسې یوه زده‌کوونکي نصیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «ډېر خوشحاله یم چې موږ روشندلانو ته یوه مدرسه جوړه شوې ده.»

هغه زیاته کړه چې په دې مدرسه کې هغوی ته د قران‌کریم د حفظ او د بریل لیک زده کولو زمینه برابره شوې ده.

نوموړی له اسلامي امارته غواړي چې په راتلونکي کې د دې مدرسې خدمتونه پراخ کړي او د نورو علومو د زده‌کړې زمینه هم ورته برابره شي.

ورته مهال، د یادې مدرسې یو بل زده‌کوونکی مانع‌الله د دې مدرسې له جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي: «دوه میاشتې کېږي چې دلته راځم، موږ ته د قران‌کریم حفظ او بریل لیک را زده کوي څو وکولای شو په راتلونکي کې په خپلو پښو ودریږو.»

هغه هم د یادې مدرسې د خدمتونو د پراختیا غوښتونکی دی او وايي: «غواړو چې زده‌کړه وکړو او د ټولنې او کورنۍ د اوږو بار ونه اوسو، د اسلامي امارت له مسوولینو غواړو چې موږ ته وروسته له فراغته د کار زمینه برابره کړي.»

ورته مهال، د جوزجان د پوهنې رییس الحاج محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، معلول خلکو ته د خدمت کولو په موخه او د هغوی په اړتیاوو له پوهېدو وروسته یې په شبرغان ښار کې یاده دیني مدرسه جوړه کړه.

هغه زیاته کړه: «د پوهنې ریاست ژمن دی چې د ټولنې ټولو قشرونو لپاره د ښوونې او روزنې په برخو کې برابر خدمتونه وړاندې کړي او دا مدرسه یې یوه ښکاره بېلګه ده.»

هغه زیاته کړه، دا مدرسه په رسمي ډول د پوهنې تر چتر لاندې فعالیت کوي او ښوونکي یې هم له دغه ریاسته معاش ترلاسه کوي.

د نوموړي په خبره، هڅه کوي چې د یادې مرستې خدمتونو ته پراختیا ورکړي.

دغه راز، د یادې مدرسې یو ښوونکی محمدنبي قریشي چې خپله هم نابینا دی، وايي: «خوشحاله یم چې اوس د دې زمینه برابره شوې چې خپل معلومات نورو ته ولېږدوو.»

هغه زیاته کړه: «اوس موږ ته دلته د کار زمینه برابره شوې او موږ سره له دې چې معاش ترلاسه کوو، د ځان په څېر نابینایانو ته زده‌کړه هم ورکوو.»

نوموړي څرګنده کړه، اوسمهال یاده مدرسه زده‌کوونکو ته د قران‌کریم د حفظ او د برېل لیک زده‌کړه ورکوي.

Views: 118

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.