کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او په ځانګړې توګه پر اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي دي.
تکل زیاته کړې، په دې کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان پر دوه اړخیزو اړیکو او په ځانګړې توګه پر اقتصادي مسایلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پروژو په اړه خبرې وشوې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په لیدنه کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو او د وروستیو سیمهییزو او نړۍوالو مسایلو په اړه خبرې کړې وې.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن