جلالاباد (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړۍوال سازمان مسوولين وايي، د دغه سازمان تر چتر لاندې د کډوالو ادارو په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې له ۱۴۰ زره راستنو شوو کډوالو سره مرستې کړې دي.
دغه سازمان وايي، په دې موده کې ۳۹۷ زره افغانان د تورخم او سپينبولدک له لارې راستانه شوي چې د اسلامي امارت په مرستو سربېره ورسره دغه سازمان هم مرستې کړې دي.
د جلالاباد ښار اتمې ناحيې اړوند ثمرخېلو سيمه کې د ملګرو ملتونو نړۍوال سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ثبت او مرستو د وېش مرکز دی چې له پاکستانه د راستنېدونکو سره مرستې کوي.
دغه مرکز ته ورتلونکي کډوال لومړی ثبت او بايومټريک کېږي، بيا ورسره نغدي مرسته کېږي او د ماينونو په تړاو د عامه پوهاوي له ورکړې سربېره ورته د روغتيايي خدمتونو اسانتيا برابره شوې ده.
د دغه مرکز د ښځو برخې د ثبت او بايومټريک مسووله زيفنون کاينات وايي، هره ورځ د شاوخوا سلو کورنيو د ښځينه غړو بايومټريک او ثبت چارې مخې ته وړي.
هغې زياته کړه: «د ماشومانو، ښځو او پېغلو بايومټريک موږ کوو، بايومټريک کې د دوی ګوتې اخلو، سترګې او د مخ عکس، کومې ښځې چې اجازه نه ورکوي، عکس يې نه اخلو، دغه کار د دې لپاره کوو چې دوی موږ ځان سره ثبت کړو او راتلونکي کې ورسره مرستې وکړو.»
غلامنبي چې اصلاً د کونړ اوسېدونکی دی او نږدې یوه مياشت مخکې يې له پاکستانه کډه راوړې، وايي، لومړی ورسره حکومت مرسته کړې وه، هغه پيسې يې په خلاصېدو وې چې اوس ورسره د يواېناېچسيار دغه مرکز مرسته وکړه.
نوموړي وويل: «هغې غاړې هيڅ شی هم نه و، دې غاړې په کمپ کې زموږ ښه خدمت وشو، اوبه، ډوډۍ او چای راکول کېدل، بيا چې راغلم دلته جلالاباد کې د تره د زوی کور کې اوسېدم، بيا چا خبر کړم چې دلته په کارتونو پيسې ورکوي، نن راغلم، دلته يې پيسې راکړې.»
دغه راز د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي ته څېرمه هم د ملګرو ملتونو نړۍوال سازمان تر چتر لاندې د کډوالۍ سازمان يا IOM د مرستو او ثبت دفتر هم له راستنېدونکو سره مرستې کوي.
د دغه مرکز د معلوماتو برخې مسوول نويدالله يوسفزی وايي، تر اوسه د IOM له لوري له ۱۴۰ زره کډوالو سره مرسته شوې ده.
هغه زياته کړه: «موږ له راتلونکو هغو کډوالو سره مرستې کوو چې په پاکستان کې يې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل، دلته ورسره د هره ولايت په کچه د في نفر پر سر مرستې کوو، تر اوسه د تورخم له لارې ۱۵۰ زره غيرقانوني کډوال راستانه شوي چې موږ يې له ۱۴۰ زرو سره مرستې کړې دي.»
مرسته ترلاسهکوونکي د مرستو له دغه بهيره خوښ دي.
اولداد چې د پاکستان په راولپنډۍ کې اوسېده او تازه هېواد ته راستون شوی، په دغه مرکز کې يې مرسته ترلاسه کړې او د مرستو له روان بهيره خوښ دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د محافظت برخې مسوولې صوفيا ګلازونووا وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د تورخم او سپينبولدک له لارو له پاکستانه ۳۹۷ زره کډوال راستانه شوي دي.
هغې زياته کړه، په راستنو شوو کې زياته برخه ښځې او له ۱۸ کلنۍ کم عمره کسان/ ماشومان دي.
د ګلازونووا په وينا: «موږ هڅه کوو چې له دغو کورنيو سره د بيا مېشتېدنې برخه کې له خپلو اړوندو او نورو ادارو سره په ګډه مرستې وکړو، د زدهکړو او حرفې برخو کې هم مرسته کوو، زموږ مرستې تر ډېره د بيا مېشتېدنې په درېيو مياشتو کې وي.
د پاکستان حکومت د اکتوبر په مياشت کې پرېکړه وکړه چې له دغه هېواده به ټول غیرقانوني کډوال وباسي چې له دې پرېکړې وروسته هره ورځ سلګونه کورنۍ له پاکستانه راستنېږي.
Views: 48