ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عزیزي: له چین سره د واخان بندر پر پرانیستلو یوې هوکړې ته نږدې شوي یو

عزیزي: له چین سره د واخان بندر پر پرانیستلو یوې هوکړې ته نږدې شوي یو

[restrict paid=”true”]

غزني ښار (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وایي چې د اسلامي امارت د رهبر په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه کې د واخان بندر په اړه خبرې شوې او ډېر ژر به له چین سره د دې بندر پر پرانېستلو یوې هوکړې ته ورسېږي.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د لېندۍ په ۹مه، د یوه پلاوي په مشرۍ غزني ولایت ته سفر وکړ او له ځایي چارواکو، سوداګرو، صنعتکارانو، قومي مشرانو او د بېلابېلو ډلو له استازو سره یې په یوه ستره غونډه کې وکتل.

عزیزي وویل چې غزني ولایت د پانګونې لپاره د هېواد له مهمو ولایتونو شمېرل کېږي او ټینګار یې وکړ چې دغه وزارت به غزني کې د صنعت او سوداګرۍ د ودې په موخه اړونده اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې به د سوداګرو او صنعت کارانو د شته ستونزو هواری او د پانګونې د دوې په موخه به په ټولو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر وایي، د غزني مرکز اړونده د تلخکزار او پيرکې سیمو کې به دوه صنعتي پارکونه جوړ شي او ډېر ژر به یې د ځمکو وېش لړۍ پیل شي.

عزیزي زیاته کړه: «موږ د وامداره اقتصادې ودې او په هېواد کې د بې‌وزلۍ کچې ټيټولو او له منځه وړولو په موخه ځواکمن او سیالي کوونکی خصوصي سکټور جوړولو ته زمینه برابره وو، څو وکولای شو د ټول افغانستان په کچه د پانګونې فرصتونه رامنځته کړو.»

نوموړي وویل، له چین سره د واخان بندر پر پرانیستې هوکړې ته نږدې شوي او ډاډمن دی چې ډېر ژر به په دغه بندر کار پيل شي.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت د مشر پاملرنه هم دغه بندر ته زیاته شوې او په وزیرانو شورا کې په دې اړه ډېرې سپارښتنې شوې دي.

د غزني مرستیال والي مولوي رحیم‌الله محمد بیا ټینګار وکړ چې په غزني کې د صنعت او سوداګرۍ د ودې په موخه د دغه ولایت محلي اداره هر راز همکارۍ ته چمتو ده.

د غزني صنعت او سوداګرۍ رییس مفتي فیض‌محمد فیضي وویل، دوی د تلخکزار، پيرکې، کشکمک او اسفندې سیمو کې د پارکونو جوړولو وړاندیزونه کړي وو چې له ډلې یې دوه منظور شوي.

هغه زیاته کړه، غزني شاوخواه ۱۰۰ فابریکې لري چې لومړنۍ برخه یې خفیفه او ثقیله صنایعو په برخو کې کار کوي او په دغه دوو نوو منظور شوو پارکونو کې به سلګونه نوې فابريکې ځای پرځای شي، چې تر اوسه ورته د ۱۲۹ فابریکو وړاندیزونه هم شوي دي.

په ورته وخت کې د غزني سوداګر او صنعتکاران د منظور شوو پارکونو په اړوند خوښي څرګندوي او غوښتنه کوي چې پاتې دوه نور صنعتي پارکونو دې هم منظور او خلکو ته ووېشل شي.

د یادونې ده، افغانستان له چین سره ډېری سوداګري د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې کوي او پاکستان ډېری مهال افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي چې په دې لړ کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینر په کراچۍ کې بند پاتې وو او څو ورځې مخکې پاکستان ورته د لېږدولو اجازه ورکړه.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه د بديلې لارې په توګه د واخان لارې د پرانیستو غوښتنه کوي.

د دې خونې مسوولین وايي، له نړۍ سره د سوداګرۍ اسانولو په موخه دې د واخان کوریډور پرانیستل شي او له دې سره به هغه ستونزې حل شي چې د کراچۍ بندر په ګډون په نورو بندرونو کې ورسره مخ دي.

له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې د واخان سړک د جوړولو چارې پیل شوې او ډېر ژر به دغه لاره د ترانزیټ لپاره پرانیستل شي.

[/restrict]

Views: 453

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.