جلالاباد (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۲): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې د ۷۳ زره او ۴۰۰ ډالرو په لګښت يو کانال او یو سربند جوړ شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد د کانال پرانیستې مراسمو کې وويل، د دغه کانال لګښت د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې له لوري ورکړل شوی دی.
هغه زياته کړه، دغه کانال چې ۲۰۵ متره اوږدوالی لري، ۱۰۰ متره استنادي دېوال لري، د ۱۷۵ مترو په اندازه یې سر پټ شوی او د دوه متره او ۳۰ سانتي مترو په پلنوالي په کې تیږې فرش شوې او ۲ د اوبو د کنټرول دروازې هم لري.
نوموړی وايي چې دغه کانال د لعلپورې ولسوالۍ د وړې لعلپورې په بر کلي کې دی.
هغه دا هم وويل چې له دغه کاناله به ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي او ۵۰۰ کورنۍ به ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کوي.
د کرنې رييس په خبره، په یاد کانال کې هره ورځ له ۳۵ تر ۴۰ پورې فني او غیرفني کارګرو کار کاوه او د ۸۴ ورځو په موده کې یې چارې بشپړې شوې.
د سیمې اوسېدونکو د یاد کانال پر جوړېدو خوښي وښوده او د ورته نورو رغنيزو چارو ترسره کېدو غوښتنه يې وکړه.
د سيمې يوه اسېدونکي ګلدادخان وويل، له دې مخکې د دې سيمې کروندګر د اوبو برخه کې له ستونزو سره مخ وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP