Pajhwok Afghan News

له پاکستانه ۳۵۴ نور افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د کاناډا کډوالو چارو اداره وایي چې په یوه چارټر الوتنه کې یې له پاکستانه ۳۵۴ نور افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د کاناډا د کډوالو چارو ادارې (IRCC) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال دوه ورځې مخکې د دغه هېواد هالیفیکس ښار ته رسېدلي دي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې کاناډا ته لږ تر لږه ۴۰ زره افغانان رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې لېندۍ میاشتې په نهمه هم له پاکستانه په یوه چارټر الوتنه کې ۲۹۵ افغان کډوال کاناډا ته لېږدول شوي وو.

Views: 93

Exit mobile version