ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د روغتیایي رضاکارانو ملي ورځ و لمانځل شوه

کابل کې د روغتیایي رضاکارانو ملي ورځ و لمانځل شوه

author avatar
7 Dec 2023 - 18:05
کابل کې د روغتیایي رضاکارانو ملي ورځ و لمانځل شوه
author avatar
7 Dec 2023 - 18:05

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۲): کابل کې د روغتیایي رضاکارانو ملي ورځ په داسې حال کې و لمانځل شوه چې یو شمېر دغه رضاکاران له اقتصادي ستونزو شکایت لري او له حکومته غواړي څو دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.

د عامې روغتیا مسوولینو د دغې ورځې په لمانځغوڼده کې وویل چې اوسمهال په هېواد کې ۳۰ زره روغتیایي رضاکاران کار کوي چې نیمایي یې ښځې دي.

د عامې روغتیا وزارت «د ټولنې روغتیايي رضاکار د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو د لومړۍ کرښې کارکوونکی دی» تر شعار لاندې نن د لیندۍ ۱۶مه د روغتیايي رضاکارانو ملي ورځ ولمانځله چې د دغه وزارت ځینو رییسانو او د ټولنې یو شمېر روغتیایی رضاکارانو پکې ګډون کړی و.

د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ یوه رضاکار محمداشرف چې دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و وویل: «موږ د روغتیايي رضاکارانو په توګه په دغه پروسه کې پر خپل شتون ویاړو.»

نوموړي د عامې روغتیا له وزارت غوښتنه وکړه چې د درملو د کمښت او د رضاکرانو د پوهې کچې لوړولو برخه کې همکاري وکړي.

دغه‌راز د کابل په استالف ولسوالۍ کې یو بل روغتیایي رضاکار صفي‌الله راسخ وایي چې له دوولسو کلونو راهیسې د روغتیايي رضاکار په توګه کار کوي.

نوموړی وایي چې روغتیایي رضاکارانو ته د لا ډېرو مسلکي زده کړو زمینه برابره شي څو هغوی بېلابېلو برخو کې خلکو ته پوهاوی ورکړي.

دغه‌راز د کابل د کلکان ولسوالۍ یوه رضاکاره تمنا وایي، پنځه کاله کېږي چې خلکو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو برخه کې د یوې رضاکارې په توګه کار کوم.

نوموړې وایي: «موږ له خپلو کارونو راضي یو چې خپلو خلکو ته په رضاکار ډول خدمت کوو، موږ تنخوا نه لرو، خو له دولت غواړو چې موږ سره مالي مرسته وکړي، تر ډېره د ترانسپورت برخه کې له ستونزو سره مخ یو.»

هغې د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل څو له هغو رضاکارانو سره چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، په یوه کال کې څو ځله مالي مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت: اوسمهال د هېواد په روغتیایي نظام کې ۳۰ زره رضاکاران شتون لري

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو معین حبیب‌الله اخندزاده وویل چې اوسمهال ۳۰ زره روغتیایي رضاکاران چې ۵۰ سلنه یې ښځې دي، د هېواد په روغتیايي نظام کې فعالیت لري.

نوموړي وویل: «هیله لرم چې د روغتیایي همکارانو په مرسته وکولای شو د روغتیا په برخه کې روغتیایي خدمات لا قوي کړو او راتلونکې کې د روغتیا برخې په همکارۍ خپلو خدماتو کې بدلون راولو.»

هغه وایي چې روغتیايي رضاکاران لومړني خدمات د خلکو کورونو ته رسوي او هغوی ته د زېږون مخکې او له عادي زیږون وروسته، اختلاطي ولادتونو، نري رنځ، ملاریا او د ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه د کورنیو لیدنو ترڅنګ، خلکو ته پوهاوی ورکوي او همدارنګه اختلاطي ناروغان روغتونونو ته راجع کوي.

 د هغه په خبره، روان کال کې ټولو روغتیایي رضاکارانو ته د ساري ناروغیو په اړه ښوونیز پروګرامونه دایرېږي.

دغه‌راز، د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو روغتیایي خدماتو رییس ذبیح‌الله حارث وویل، په تېر یوه کال کې دغو کارکوونکو له سلګونه زره هغو کسانو سره چې په خوارځواکۍ، نري رنځ، تنفسي ستونزو او نورو ناروغیو اخته وو، مرسته کړې ده، هغوی ته یې پوهاوی ورکړی، درمل یې ورکړي او روغتیایي مرکزونو ته یې راجع کړي دي.

ده له روغتیایي رضاکارانو وغوښتل: «زما غوښتنه داده چې په خپل کار کې له ډېر دقته کار واخلئ، په ځانګړي ډول د انتاني ناروغیو او نري رنځ وژونکي ناروغۍ برخه کې،  زموږ هڅه داده چې دې برخه کې ډېر ټرنېنګونه دایر کړو څو د کارکوونکو د پوهې کچه لوړه شی.»

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې، اوسمهال هېواد کې ۵۴۹ روغتیايي ځالې فعالیت کوي زیاته کړه چې تېر یوه کال کې هېواد کې ۱۰۵ روغتیایي ځالې جوړې شوې او راتلونکي کال کې به ۱۸۰ نوې روغتیايي ځالې جوړې شي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.