ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اقتصادي کمېسیون د برېښنا برخه کې د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت پروژې تایید کړې

15 Dec 2023 - 00:47
15 Dec 2023 - 00:47

کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د اقتصادي کمېسیون غونډه کې په هرات ولایت کې د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د برېښنا بېلابېلې پروژې تایید شوې او له اوبو او برېښنا وزارته په دې اړه نظر وغوښتل شو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له خوا د لېندۍ په ۲۳مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې، د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د هرات د پُل هاشمي سب‌سټېشن جوړولو، له نورالجهاد سب‌سټېشن څخه تر پُل هاشمي سب‌سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ سینګل سرکټ د انتقال لین او په دغه ولایت کې د ۲۲۰ کیلوولټ مبایل سب‌سټېشن پروژې منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له هر اړخیز بحث وروسته یادې پروژې د اقتصادي کمېسیون له لوري په پرنسیپ کې تایید شوې او د نظر اخیستنې لپاره د اوبو او برېښنا وزارت ته راجع شوې چې په اړه یې خپل نظر له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، پر یادو پروژو ۲۵ میلیون ډالر پانګونه کېږي چې په بشپړېدو به یې له ترکمنستانه ۱۲۰ کیلوولټ برېښنا هرات ولایت ته وصل شي.

سرچینې ویلي، په یاده غونډه کې دغه راز د ۷۷ ترکي او زولرستان شرکتونو له لوري د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه هم د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له هر اړخیز بحث وروسته په پرنسیپ کې تایید او د نظر اخیستنې لپاره د اوبو او برېښنا وزارت ته راجع شوې ده.

د غونډې په پای کې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د بشري مرستو رسوونکو موټرو د خاک پولي او تلو د فیس په اړه هم هر اړخیز بحث شوی او تر مفصل بحث وروسته پرېکړه شوې چې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د بشري مرستو رسوونکو موټرو ته خاک پولي او د تلو فیس معاف دی او هغه خصوصي ترانسپورټي شرکتونه به بیا دا فیس تادیه کوي چې له دغه سازمان سره د بشري مرستو رسولو قراردادونه لري.

په ورته وخت کې د خوړو نړۍوال پروګرام مکلف شوی چې څو هغه توکي وپېري چې په افغانستان کې تولیدېږي.

Views: 99

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version